جک لندن امریکایي لیکوال و. هغه په جان ګریفیث مشهور و. د ۱۸۷۶ ز کال د جنورۍ په ۱۲مه په سانفرانسیسکو کې وزیږېد. هغه ته یې د مور خاوند خپل تخلص ورکړ او جان لندن جک لندن ته اجازه ورکړه چې تخلص یې وکاروي. جک د ماشومتوب دوره په سختۍ تېره کړه. د خپلې کورنۍ د مالي ملاتړ لپاره یې کله ورځپاڼې پلورلې، کله به یې له دوبي سره د کالیو په مینځلو پیسې ګټلې، په هوټل او کافي خونه کې به ګارسون او ان په بېړیو کې یې هم په مزدورۍ او کار لاس پورې کړ.
جک په ۱۴ کلنۍ کې د انګلیسي ژبې له یوه ښوونځي فارغ شو، خو دا چې مالي وضعیت یې خراب و، نو پر دې بریالی نه شو چې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي. له همدې امله یې د کارتن او کوتي جوړولو په یوه فابرکه کې کار پيل کړ. دی له ماشومتوبه په فزیکي لحاظ پیاوړی، قوي او روغ انسان و. دی به ډېر وخت یوازې و، خو د یوازیتوب وختونه به یې د خپلې سیمې په کتابتون کې تېرول. دا لومړنی ځای و چې دی یې له فرهنګ او ادبیاتو سره بلد کړ. دلته د نړۍ د فرهنګ او ادبیاتو کړکۍ د ده پر مخ پرانیستل شوه او د اکلند په څېر لیکوالانو کتابونه د ده په خدمت کې وو.
ډېر وخت په سیمه او کارځای کې ګرځېدل او له خلکو سره ناسته ولاړه ورته په زړه پورې نه وه. له ډېرو مسایلو یې په زړه کې کرکه پیدا کېدله او دا کرکه به یې کله کله په نشو او له خلکو په فاصله اخیستو هېروله. دی په سیمه کې د مستو او نشه یي خلکو له وضعیت سره بلد و. ځکه دلته په سیمه کې ډېری د بېړیو چلوونکي، سوداګر، کارکوونکي او مسافر هسک ټيټ کېدل چې نشې او مستۍ به یې کولې. یو وخت فرصت ورته برابرېږي چې د صدف په غیر قانوني ښکار لاس پورې کړي او ده هم په دې اړه د سوداګرو او غیر قانوني کاروباریانو وړاندیز ومانه.
ده له دې فرصته ښه ګټه پورته کړه، په دریو میاشتو کې یې ښې ګټې وکړې، بیا سانفرانسیسکو ته لاړ. همدا چې بندیز لرې شو، بېرته راغی او د بحري صدف په ښکار یې پيل وکړ. میاشتې میاشتې یې له رامنځ ته شوي فرصت څخه ګټه پورته کړه او کار یې وکړ. دی ډېر وخت له بېړیو او ښکاریانو سره ګرځېد. له همدې امله یې یو کال پوره د امریکا ګردچاپېره سفرونه هم وکړل. کله چې جک کلیفورنیا ته را وګرځېد، نو پرېکړه یې وکړه چې خپل ځينې سپک او بې ارزښته عادتونه لري کړي او د خپلې مور د خوشالۍ لپاره ځان یو پوه انسان وښيي. ده هڅه کوله چې یو سم کاروبار پیدا کړي او په دې توګه د کور لپاره پیسې وګټي.
په ۱۹ کلنۍ کې جک پرېکړه وکړه چې بېرته ښوونځي ته ورستون شي. ده اوس هم کار کاوه او هم یې زده کړې کولې. په همدې وخت کې لږ لږ له سیاسي مفکورو او ګوندونو سره بلد شو. دی له دې ډلې په ځانګړې توګه د سوسیال ګوند له نظریاتو سره موافق او د دغه ګوند سیاسي نظریې ورته په زړه پورې وې. دی له نوې ځوانۍ د کارل مارکس، انګلیس، نیچه او سوسیالېزم مطالعه کوله. ده چې کله د امریکا نورو ایالتونو ته سفرونه کول، نو د پورته کسانو او نظریو اثار یې هم مطالعه کول. له همدې امله سوسیالېزم د کلونو لپاره د جک لندن د فکر او مفکورو بنسټ و. جک غوښتل چې په سیاسي جریانونو کې فعالیت پيل کړي، خو په لومړي سر کې یې باید پوهنتون خلاص کړی وای. دی چې کله د کارګر سوسیالیست ګوند غړی شو، نو دا د دې سبب شو چې دی له ښوونځي وباسي. له همدې امله یې هڅه وکړه چې پخپله مطالعه وکړي او وروسته یې د دې مطالعې په پایله کې د کلفرنیا برکلي پوهنتون ته لار پيدا کړه. په پوهنتون کې ومنل شو، خو لا یې د زده کړو او تحصیل څلور میاشتې نه وې تېرې شوې چې په پوهنتون کې ستړي کوونکو حاکمو شرایطو له زده کړو زړه توری کړ. په پای کې اړ شو چې پوهنتون پرېږدي. بیا یې په لیکوالۍ او مطالعې پيل وکړ. په همدې وخت کې یې له دوبي سره د کالیو په مینځلو کې برخه اخیسته، پیسې یې ګټلې او د ژوند لګښتونه یې له همدې لارې تامینول.
په ۱۹۸۶ز کال کې یې د سرو زرو له پلټونکو سره کلاندایک ته سفر وکړ. خو دا سفر ناکام و او د مور خاوند یې چې دی یې برکټی و، ومړ. ده په شمال کې مهم شیان ولیدل. کله چې بېرته اکلنډ ته را وګرځيد، نو د جک د لویې بریا وخت هم را رسېدلی و. ده د (شمال ادیسه) په نوم د لنډو کیسو یو کتاب چاپ کړ، چې په هغه کې یې په شمال کې د سرو زرو د پلټلو داستان راوړی و. دا کتاب یې په ۱۹۰۰ ز کال کې چاپ او خپور کړ. دا کتاب د هغه لومړنی اثر و.
په ۱۹۰۳ز کال کې یې د وحش غږ داستان خپور کړ. دغه داستان کلاندایک ته د سفر په اړه لیکل شوی دی. په داستان کې د یوه سپي برخلیک را اخیستل شوی دی. دا ګرګي سپی وي او باک نومېږي. وروسته له دې چې د ډېرو اربابانو، کارګرانو او انسانانو تر منځ ژوند کوي او له دوی سره ښې شېبې لري، دوی مینه ورکوي، نازوي یې او ښه یې ساتي؛ خو دی بیا هم له ځنګل او په ځنګل کې له ژوند کولو سره علاقه لري. تر هغه ګزاره کوي چې ارباب یې ژوند دی، خو کله چې د یوې قبیلې په لاس وژل کيږي، نو باک نومی سپی هم ځنګله ته تښتي. د دغه داستان د لیکلو مهم هدف دا دی چې جک لندن د طبعیت او ذاتي خواصو په اړه لیکل کړي دي. دا چې یو موجود څنګه له خپلو ذاتي خواصو سره اړیکه لري او هغه څنګه پالي، په همدې داستان کې واضح شوي دي.
جک لندن په ۱۹۰۴ز کال کې د روس او جاپان د جګړې پر مهال لرې پرتو سیمو ته ولېږل شو. هلته له تګ سره سم یې له لومړنۍ مېرمنې بېل شو او هلته یې بل واده وکړ.
هلته یې د کښتۍ د اخیستلو اقدام وکړ. غوښتل یې له همدې کښتۍ په استفادې د نړۍ ګردچاپېره سفر وکړي. خو تر اسټرالیا وړاندې نه ولاړ. په ۱۹۰۹ز کال کې یې د مارتین آیدین په نامه داستان ولیک. په دې داستان کې د مارتین آیدین په نامه یو بېوزله دریانورد یو شتمن ځوان له ډوبېدو ژغوري. بیا د دې شتمن ځوان پر خور مینېږي. هڅه کوي چې ځان نجلۍ ته ورسوي، له همدې امله په سمندرونو کې کار ته شا کوي او په زده کړو پسې وځي. د ډېر وخت له لګولو او زده کړو وروسته، ادبیاتو ته مخه کوي. مقالې لیکي. داستانونه یې مجلو ته د چاپ لپاره لېږي، خو ډېری مجلې او نشریې یې د مقالو او داستانونو له خپرولو ډډه کوي. دی لا هم بېوزله وي. هر ځای له ناکامۍ پرته بل هېڅ نه ویني. مینه یې چې کورنیو اصولو ته ژمنه ده، له ده لاس په سر کېږي. ناڅاپه یې بخت اوړي، خپروندویان یې د اثارو هنري اړخ ته متوجه کېږي. دی له دې وروسته شتمن کېږي، مشهوره کېږي او پخوانۍ مینه یې بېرته ورته راګرځي؛ خو دا ځل دی مخ ترې اړوي او وایي چې نور ده ته هغه پخوانۍ نه ده، له دې مسئلې د تېښتې لپاره کښتۍ اخلي او د نړۍ ګردچاپېره سفر ته زړه ښه کوي.
د جان بارلي کارن ژوند د جک بل اثر دی. په دې اثر کې هم تر ډېره د جک لندن خپلې تجربې دي. د شخصي ژوند څرکونه یې دي. په دې داستان کې هغه د یوه داسې کس کیسه کوي چې په لندن کې اوسي او هر ډول نشه يي څښاک کاروي. دی په دې کې په اصل کې د خپلو نشو او مستیو کیسې کوي. دی وایي چې په لومړي سر کې د خوند لپاره نه؛ بلکې د خپلې سودا له امله یې نشه يي توکي وکارول. د جک په خبره، د ده دا اندېښنه وه چې دا څه شی دي او په خلکو کې څه تغیر راولي. وروسته له دې د دې لپاره چې په مجلسونو کې ټولنیز او دیده سړی ښکاره شي، بیا یې نشه کوله او په محفلونو کې یې له څښاک مخ نه اړاوه. څو ورځې وروسته چې نشه یې ډېرېږي، نو د ځان وژنې فکر ورسره پیدا کېږي او دا فکر پیاوړی کېږي چې بیا ځان اوبو ته اچوي، خو ژغورل کېږي.
وروسته لږ لږ په ځان کې دا تمایل ویني چې باید لیکل وکړي او ولولي. دی پرېکړه کوي چې د نشو له دامه ځان خلاص کړي. دی وایي چې د نشو کول او شراب څښل نه کومه ارثي ځانګړنه ده او نه بدن ورته اړتیا لري؛ خو یوازې موږ ځان ورباندې عادت کوو او هغه د ځان لپاره یوه اړتیا ګرځوو. دا کتاب سره له دې چې یو له پنده ډک کتاب دی، له دې سره جوخت د لیکوال د ژوند خصوصي مسایل هم پکې راغلي دي. لیکوال په دې اثر کې د خپل ژوند دردناکه کیسه بیانوي. لوستونکی په حوادثو کې په ځان پسې راکاږي او دا ښيي چې یو څوک څنګه د هنري او اخلاقي مسایلو په منځ کې له خپلو رواني کشمکشونو سره راګير دی.
جک لندن د پورته اثارو تر څنګ داسې اثار هم لري چې په هغه کې مینه راغلې او د ژوند مینه ناکې شېبې انځوروي. د سپوږمۍ دره داستان یې په ۱۹۱۳ ز کال کې لیکلی دی. دا یو تخیلي اثر دی. ګرځنده ستوری یې یو بل خیالي داستان دی. همدا راز یې لنډې لنډې کیسې لکه د لیوه بچی او له ژوند سره مینه هم د یادولو وړ دي.
له ۱۹۱۳ ز کال وروسته د جک لندن د اثارو شهرت له امریکا را ووت او نړیوال شو. د نړۍ په ډېرو ژبو وژباړل شول. له دې وروسته نو جک لندن د نړۍ د شتمنو او مشهورو لیکوالانو په کتار کې و. خو دا ټول اثار د یوې ځانګړې فلسفې پر بنسټ ولاړ دي. د ده فلسفه د کارل مارکس د باورونو پر بنسټ ولاړه ده. دی تل هڅه کوي چې بشر له بېوزلۍ او ناتوانۍ وژغوري. جک لندن د بېوزلانو او بې کسانو مدافع لیکوال دی. دی د دې غوښتونکی دی چې ټول ارام ژوند ولري او په دې برخه کې لارښوونې او نصیحتونه هم لري.
په ټولنه کې د خرافاتو او ناسمو دودونو پر وړاندې درېدل او له هغو بغاوت کول هم د جک لندن د اثارو منځپانګه ده. ده د خپلو اثارو د اتلانو په شخصیتونو کې استعداد، وړتیاوې، ځوانمردي، غیرت، خوش طبعي، نرمښت، نیک نیت او نور ورته ارزښتناک خویونه په پوره استادۍ او مهارت ځای پر ځای کړي دي.
دا هم ویلی شو چې ډېر کم امریکایي لیکوالان د جک لندن په کچه محبوبیت او شهرت لري. دی نه یوازې په کور د ننه؛ بلکې بهر له امریکا د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې په بېلو ژبو لوستونکي لري. جک لندن د خپل ژوند په اوږدو کې په ځلونو ټپي شوی او ناروغ شوی دی، خو له نن پوره ۱۰۳ کاله وړاندې د ۱۹۱۶ز کال د نومبر په شپاړسمه د بډوډو د ناروغۍ له امله ومړ.