د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د اختلافونو د حل هڅې بې پایلې وې. په دې وروستیو کې ولسي جرګې د پخواني اجرایه رییس او ولسمشر غني ترمنځ د ټاکنو پر سر د راولاړو شوو اختلافونو د حل لپاره یو پلاوی وګوماره. دغه پلاوي هڅه وکړه د دواړو لورو ترمنځ را ولاړې شوې ستونزې حل کړي له همدې امله یې له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره ګڼې لیدنې هم ولرلې. اوس تازه دغه پلاوی وایي چې هڅې یې بې پایلې وې او خپل معلومات به د ولسي جرګې په راتلونکې غونډه کې د چهارشنبې په ورځ له خلکو سره شریک کړي. ددوی په خبره دواړه لوري پر خپل دریځ ولاړ دي، نرمښت نه ښيي نو ستونزه هم نه شي حل کېدلی. بلخوا د ډاکټر عبدالله عبدالله دفتر رسنیو ته ویلي چې دوی د ستونزې د حل لپاره نوې طرحه جوړه کړې ده چې د دواړو لورو غوښتنې پکې ځای پر ځای شوې دي. ولسمشر غني بیا ویلي چې د ستونزو د حل لپاره دروازه پرانیستې ده، خو دا چې دغه اختلافونه پر کومو مواردو دي تر اوسه په رسمي توګه دواړو لورو خپل نظر نه دی څرګند کړی.