د امریکا بهرنیو چارو وزارت د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو پر مخ خپلې پولې پرانیزي. د دغه وزارت ویاند وايي چې دوی د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره د یو پلان پر اساس کار کوي چې د افغانانو د ممکنه تېښتې په صورت کې پوره چمتووالی ولري. د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره سره د جګړې شدت، کرونا او د وچکالۍ له امله رامنځ ته شوی بحران د کډوالۍ د زیاتېدو لامل ګڼل کېږي.
افغانان رښتیا هم بیا کډوالۍ ته اړ ایستل کېږي؟
د رسمي شمېرو له مخې، په تېر یوه کال کې د جګړو او وچکالۍ له امله یو لک افغانان له سیمو بې ځایه شوي او داسې وېره شته چې جګړې او وچکالۍ به دا کچه لوړه کړي. په دې وروستیو کې جګړو سخت زور اخیستی او خبره اوس له ولسوالیو ښارونو ته را رسېږي. که جګړه په ښارونو را ګډه شوه، نو په شدت سره به د بې ځایه شوو شمېر زیات شي. تر اوسه پورې د جګړو او وچکالۍ له امله د بې ځایه کېدو بهیر له کلیوالو سیمو څخه ښارونو ته و او یا هم په کلیوالو سیمو کې له یوه ځایه بل ځای ته و. که څه هم په افغانستان کې په تېرو کلونو کې سختې جګړې وشوې، خو بیا هم ګاونډیو هېوادونو ته کډوالي د پام وړ نه وه. د دې لامل ښايي د ګاونډیو تګلارې وې او یا هم ښايي افغانانو تر ګاونډیو د خپل هېواد بله برخه غوره ګڼله.
په تېرو کلونو کې ډېر خلک له افغانستان څخه وتلي، خو دا متفاوت خلک وو. یوه لویه برخه یې هغه ځوانان وو چې د کار او ښې راتلونکې په هیله ترکیې او اروپايي هېوادونو ته ولاړل. بله برخه یې هغه کسان دي چې له خپلې پانګې سره له هېواده ووتل او په نورو هېوادونو کې یې د پانګونې له لارې د نورو هېوادونو تابعیتونه هم واخیستل، خو له دې هر څه سره سره داسې افغانان هسې ګاونډیو هېوادونو ته ګډوال نه شول، لکه د شوروي اتحاد له یرغل وروسته او بیا د کورنیو جګړو پر مهال چې شول.
اوس دا وېره چې یو ځل بیا به هغسې کډوالي رامنځ ته شي، د اندېښنې وړ ده. کرونا کې څه هم ستونزه ده، خو افغانان تر هغو له لویو ستونزو سره مخ دي چې لومړۍ پکې جګړه او ور پسې وچکالي راځي. اوس چې د سولې په پروسه کې هېڅ پرمختګ نه ښکاري، پر جګړه تمرکز زیاتېږي، طالبان ولسوالۍ لاندې کوي او خبره تر ښارونو را رسېږي. که حالت همداسې وي، نو وېره زیاته ده؛ ځکه چې په ښارونو کې به نه نسبي امن پاتې نه شي او نه به هم کاروبار او کلي به هم له بې ساري لوږې او فقر سره مخ وي. که پر خلکو په کور دننه د بې ځایه کېدو امکان ودرېږي، نو ګاونډیو ته د بیا ګډوالۍ اندېښنه جدي ده.
ګاونډیو ته ورتګ ذلت دی او افغانانو دا ذلت یو ځل لیدلی دی. که خدای مه کړه دا ځل بیا کډوال کېږي، نو تر پخوا به له لا زیات ذلت او ستونزو سره مخ شي. له همدې امله د جګړې دواړو اړخونو ته پکار ده چې پر دې ولس رحم وکړي او بیا یې د ګاونډیو پښو ته ونه غورځوي. دوی باید د سولې خبرې وکړي، ضدیت پرېږدي، انعطاف وښيي او د سولې پروسه بریالۍ کړي، څو افغانان له دې ذلت څخه وژغورل شي.