د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو څلور ویشتو ساعتونو کې یې په هېواد کې په خپلو بېلو لابرتوارونو کې ګڼې مشکوکې پېښې څېړلې دي. د عامې روغتیا د وزیر فیروز الدین فیروز په وینا له دې ډلې۶۳ پېښې مثبتې وې چې په دې سره په هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۹۹۳ ته رسېدلی دی. دده په خبره په هېواد کې د کرونا له امله تر اوسه ۳۲ کسه مړه شوي او ۱۳۱ کسه بېرته ترې جوړ شوي هم دي. د ثبت شوو پېښو له ډلې ۳۱ یې په کابل کې دي. د عامې روغتیا وزیر یو ځل بیا پر خلکو غږ وکړ چې ددوی سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه کرونا درملنه نه لري او د پراختیا سرعت یې ډېر دی، نو که مثبتې پېښې ډېرېږي دوی یې د کنټرول او پر وړاندې د اقدام توان نه لري.