د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره یې خبرې کړي، ترڅو په دغه هېواد کې د وضعیت له ترینګلتیا سره سم، د افغان کډوالو پر مخ خپلې پولې پرانیزي. ایا افغانان رښتیا هم بیا کډوالۍ ته اړ ایستل کېږي؟ د نوې لار په دې خپرونه کې مو پر همدې موضوع خبرې کړې دي. د بحث مېلمانه مو دي، په کندهار کې مېشت د سیاسي چارو کارپوه محمد خان امېد او په مالیزیا کې مېشت د نړیوالو چارو شنونکی عبدالحی قانت. بشپړه خپرونه دلته اورېدلای شئ.