د ناټو په وروستۍ سرمشریزه کې پر افغانستان بحث شوی او پرېکړه شوې چې ناټو به د ځواکونو له وتلو وروسته له افغانستان سره مرستو دوام ورکوي. د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ، په بهر کې د هغوی روزنه، دایمې ملکي حضور او په کابل کې د هوايي ډګر او تاسیساتو ساتل د ناټو د مرستو اساسي ټکي ګڼل شوي دي. د امریکا ولسمشر جو بایډن هم ویلي چې له افغانستان څخه د ځواکونو له وتلو وروسته به هم په دې هېواد کې له ترهګرۍ سره مبارزه جاري ساتي، څو ډاډه شي چې دا هېواد یو ځل بیا هغسې د ترهګرو پر خوندي پټنځای بدل نه شي چې پر امریکا برید وکړي.
د ناټو په غونډه کې د افغانستان په تړاو بحث ښايي ډېرو ته په ظاهره مثبت ټکي ولري. د افغان امنیتي ځواکونو د تمویل او روزنې دوام به هغه اندېښنې کمې کړي چې ګواکې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته نظام او امنیتي ځواکونه پاشل کېدای شي. د ناټو نورې خبرې چې له افغانستان سره به ډیپلوماتیکي اړیکې دوام کوي، مالي مرستې به هم وي، هوايي ډګر به هم ساتل کېږي او افغانستان به سقوط ته نه پرېښودل کېږي. دا او دې ته ورته خبرې ټولې په ظاهره مثبتې دي، خو په واقعیت کې یو بد پيغام لېږدوي. دا پيغام د جګړې د دوام پیغام دی. په تېرو شلو کلونو کې هم مرستې او ملاتړ تر دې زیات وو، خو جنګ و. اوس به بیا هم ښايي دا مرستې وې، البته ډېر کمی به پکې راشي، خو جګړه به وي. څه ډول چې په تېرو شلو کلونو کې دغو مرستو، ملاتړ او تګلارو د جګړې مخه ونه نیوله او امن یې را نه وست، دغسې به په همغه کچه او یا تر هغه کم ددې مرستو او ملاتړ دوام نه جګړه ختمه کړي او نه به هم امن راولي. له همدې امله د ناټو د غونډې پیغام دا دی چې په افغانستان کې به بیا هم جګړه وي، دوی به ددې لپاره چې یو اړخ بریالی نه شي، بل اړخ ته به مالي مرستې ورکوي، د ځواکونو روزنه به یې کوي، اړیکې به ورسره ساتي او نه به پرېږدي چې سقوط وکړي. په دې ډول به د جګړې د دواړو لورو انډول برابر وي، جګړه به دوام کوي، افغانان به وژل کېږي، کورونه به ورانیږي او جګړه به غځېږي. دا حالت به یو لوری په دې توجیه کوي چې ګواکي موږ د افغانستان د خلکو له حقونو، جمهوریت او حاکمیت دفاع کوو او نړیوال ملاتړ هم لرو، خو بل لوری به همدا جمهوریت د اشغالګرو پاتې شونی ګڼي او بهرنی ملاتړ به یې د پردیو ملاتړ ګڼي او په دې ډول به جګړه توجیه کوي.
له بده مرغه بهرنیانو او په ځانګړي ډول ناټو او امریکا موږ ته تل په خوږو کې ترخه را کړې دي او وروستۍ پرېکړه یې هم همدا ده چې دلته باید جګړه وي، ځکه چې دوی ته ګواښ پېښ نه شي. که دوی رښتیا د افغانانو ملاتړي وي، نو لاره یې دا نه ده چې دوی د یو اړخ ملاتړ وکړي، بلکې لاره یې دا ده چې دوی د سولې لپاره کار وکړي. دوی باید له خپله اړخه جګړه ودروي، د سولې لپاره فشار راوړي، د افغانستان جګړهغوښتونګي سیمهییز او ګاونډي هېوادونه مجبور کړي چې د سولې ملاتړ وکړي. که دوی د سولې پیغام ورکړي، کار ورته وکړي، نو په دې ډول به دلته جګړه ختمه وي، دوی به اړ نه وي چې ځواکونه ورزوي او یا هم زموږ تاسیسات وساتي او زموږ سره دا ډول مرستې وکړي.