د امریکا ولسمشر جو بایډن له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره خپله لومړۍ ناسته پیل کړې ده. د راپورونو له مخې، دواړو ولسمشرانو د خبریالانو او کمرو مخې ته یو بل سره تر ستړې مه شې وروسته د بندو دروازو تر شا لیدنه پیل کړې ده. دوی د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اختلافي مسائلو بحث کوي او ویل شوي چې دا لیدنه به څلور ساعته دوام ولري. راپورونه وایي چې بایډن او پوتین به په دې لیدنه کې د روسیې له لوري د کریمیا د الحاق، په سوریه کې د مسکو پر رول، د امریکا پر ځینې مهمو دولتي بنسټونو د روسیې د سایبري بریدونو او دغه راز د امریکا په ټاکنو کې د روسیې پر مداخلې خبرې اترې وکړي.