د سویډن د سلطنتي کورنۍ د غړي شهزاده کارل فیلیپ مېرمن شهزادګۍ سوفیا د استکهلم د روغتون له خدماتي کار کوونکو سره اوږه په اوږه کار کوي او په دې سختو شرایطو کې غواړي له خپلو ناروغو هېواد والو سره په روغتیایي برخه کې مرسته وکړي. هغې د روغتیایي برخې په لنډ مهاله کورسونو کې برخه اخیستې ده او کولای شي د بسترونو او د روغتون د نورو تجهیزاتو په ضد عفوني کولو کې له ډاکټرانو سره مرسته وکړي. سلطنتي کورنۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، سوفیا په خپله خوښه دا پرېکړه کړې څو د کرونا ناروغۍد مخنیوي په موخه په روغتون کې کار وکړي. د روغتون ویاند ویلي، شهزادګۍ سوفیا د روغتون له نورو کار کوونکو سره یو ځای تجهیزات ضدعفوني کوي.