له سیمه اییزو ارګانونو څخه په یوه خپاره شوي رسمي لیک کې والیانو ته امر شوی دی چې د هېواد د سر اعلی قوماندانۍ په غونډه کې له والیانو څخه نظامي صلاحیتونه اخیستل شوي او له دې وروسته دې د نظامي قوماندې او ارګانونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو په ګډون ټول نظامي واکونه د ولایتونو قول اردوګانو ته ورکړل شي. دې چې چارې خلک اندېښمن کړي او وایي چې په دې سره به سیمه ییزه حکومتولي کمزورې شي او پایلې به یې د مرکزي حکومت لپاره ښې نه وي. د سپوږمۍ څار په دې خپرونه کې مو پر همدې موضوع په حقوقي او سیاسي چارو کې د ځانګړي نظر خاوند عبدالستار سعادت سره خبرې کړې دي. بشپړه خپرونه دلته واورئ.