د ولسمشر د حکم پر اساس بسم الله محمدي د ملي دفاع وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه، عبدالستار میرزکوال د کورنیو چارو وزارت د سرپرست او نوماند وزیر په توګه او ولي محمد احمدزی د لوی درستیز په توګه ټاکل شوي دي. تر دې څو ورځې وړاندې د کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت ریاست لپاره هم نوي مرستیالان ټاکل شوي وو.
دا بدلونونه په داسې حال کې راځي چې په دې وروستیو کې هره ورځ ولسوالۍ سقوط کېږي او یوازې پرون د طالبانو له خوا د اتو ولسوالیو د سقوط خبرونه ورکړل شوي وو، خو چارواکو د دغو ټولو ولسوالیو سقوط نه و منلی. چارواکو د ټولو ولسوالیو سقوط هم تکتیکي شاتګ او امنیتي راز بللی و. ډېری خلک نیوکه کوي چې د امنیتي ځواکونو د ناسمې رهبرۍ له امله نه یوازې دا چې ولسوالۍ سقوط کېږي، بلکې امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله هم اوړي. له همدې امله پر حکومت نیوکې دي چې بې کفایته او ناکاره کسان یې د امنیتي ځواکونو د رهبرۍ پر څوکیو ګومارلي دي.
د امنیتي ځواکونو رهبري له پیله د حکومت د دوو شریکو ټیمونو ترمنځ وېشل شوې وه او د سکاټ مېلر خوښه خو پکې حتمي وه، خو هېڅکله هم دوی پر یو ثابت وېش توافق ونه کړ، بلکې تل په دې اړه لانجه وه. دا چاره د دې سبب شوه چې د امنیتي ځواکونو رهبري له څو لویو ستونزو سره مخ شي. لومړی دا چې بې کفایته، نامسلکي، کمزوري او سمتي او ټیمي ګټو ته ژمن کسان د ځواکونو رهبرۍ ته راغلل چې ورسره نه یوازې دا چې د امنیتي ځواکونو د کمزورۍ لامل شول، بلکې مخالفین یې لا پیاوړي کړل. دویمه ستونزه دا وه چې د امنیتي ځواکونو رهبرۍ ته ډېر کسان راغلل او ولاړل چې په دې سره یوه چارواکي هم پر کار پوره تمرکز ونه کړ، کله به چې یو چارواکی له کار سره بلد شو، پر ستونزو به یې تمرکز کاوه او خپل پلانونه به یې عملی کول، نو په نیمايي کې به له دندې لرې شو او پر ځای به یې بل کس راغی. درېیمه ستونزه دا وه چې امنیتي ادارې تر ډېره د سرپرستانو له لوري اداره شوې چې سرپرستان هم کم واک لري او هم ولسي جرګې ته ځواب ویونکي نه دي.
اوس هم چې کوم بدلونونه راغلي، دا کیسه له بده لا بدتره شوه. اوس هم د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه داسې کسانو ته وسپارل شول چې که څه هم یو څه نظامي تجربه لري، خو نه مسلکي زده کړې لري او نه هم په دې سخت وخت کې د امنیتي ځواکونو د رهبرۍ وړتیا لري. د دې پر ځای چې په کارپوه، مسلکي، ژمن او پیاوړې جنرالال راوستل شي، واک داسې کمزورو کسانو ته وسپارل شو. له بله اړخه د امنیتي ځواکونو د مرستیالۍ لپاره ټاکل شوي کسان هم ملکي کسان دي چې هېڅ نظامي تجربه نه لري او هم کمزوري کسان دي.
پر دې اساس امنیتي ځواکونه لا هم د کمزورو او نامسلکي کسانو له خوا اداره کېږي، چې نه به د ولسوالیو د روان سقوط مخه ونیولی شي او نه به هم د امنیتي ځواکونو لپاره کوم بل داسې مهم کار وکړي چې دا ځواکونه پیاوړي شي او د خلکو هیلې پوره کړي.