د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله واشنګټن ته ور روان دي او هلته به له امریکايي چارواکو سره خبرې کوي. له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل، د سولې پروسه او له افغانستان سره د امریکا د مرستو دوام به د دې خبرو محوري موضوعات وي. که څه هم حکومتي چارواکي دا د اړیکو نوی فصل ګڼي، خو حکومتي مشران به له امریکا وغواړي چې له اوسني حکومت سره مرستو ته دوام ورکړي، پر طالبانو فشار راوړي او پرې نه ږدي چې طالبان د اوس په شان جګړې ته دوام ورکړي او په زور د سیمو د لاندې کولو هڅه وکړي.
خو امریکا د افغانستان د حکومتي مشرانو غوښتنې مني؟
ولسمشر اشرف غني به څو مشخصې غوښتنې ولري. له اوسني حکومت سره د مرستو دوام د اشرف غني لومړۍ غوښتنه ده، خو امریکا په تکرار وايي چې له داسې یو حکومت سره مرستو ته دوام ورکوي، چې د جوړجاړي په پایله کې رامنځ ته شي او د طالبانو په ګډون نور اړخونه هم پکې وي. له همدې امله امریکا تمایل نه لري چې د پخوا په شان له اوسني حکومت سره مرستو ته دوام ورکړي. د اشرف غني بله غوښتنه به دا وي چې د افغان ځواکونو مالي او تجهیزاتي تمویل دوام وکړي. که څه هم امریکا په یو څه بدلون دا کار کوي، خو دا غوښتنه چې په سختو حالتونو کې یې امریکايي ځواکونه هوايي ملاتړ وکړي، نه منل کېدونکې ښکاري. ان دا هم شونې نه ښکاري چې امریکا دې د افغان هوايي ځواک پوره ملاتړ وکړي او په پښو دې یې ودروي. د اشرف غني بله غوښتنه به دا وي چې طالبانو ته سیاسي مشروعیت ور نه کړل شي او د اوسني حکومت انډول یا ترې پورته ونه ګڼل شي، خو داسې نه ښکاري چې امریکا دې د اشرف غني دې غوښتنې ته «هو» ووايي، ځکه چې دوی خپله له طالبانو سره خبرې کړې دي، هوکړه یې ورسره لاسلیک کړې، لیدنې ورسره لري او سیاسي مشروعیت یې ورکړی دی، نو ځکه به اوس بېرته په شاتګ ونه کړي. له بله اړخه د حکومت کمزوری ولسي ملاتړ، په حکومتي ادارو کې پراخ فساد او د سیاسي اجماع نشتوالی هم د دې لامل کېږي، چې امریکا پر اوسني حکومت ډېر حساب ونه کړي. اشرف غني به نورې غوښتنې هم ولري، خو دا به یې لویې غوښتنې وي چې امریکا به یې ونه مني.
امریکا به له اوسنيو چارواکو وغواړي چې واقعیتونه ومني او درک کړي چې نور د امریکا پخوانۍ مالي او نظامي مرسته ورسره نشته. پر دوی به فشار راوړي چې سیاسي اجماع رامنځته کړي او دوی به د سولې په خبرو کې انعطاف ته هم وهڅوي. له همدې امله په دې سفر کې به حکومتي مشران له سختو فشارونو سره مخ شي او دوی ته به ډېرې سرې کرښې هم را و ایستل شي.
واشنګټن ته ورتلونکي مشران باید درک کړي چې امریکا نور افغانستان ته په پخوانۍ سترګه نه ګوري، له دې هېواده یې ځواکونه وتلي او پاتې هم وځي. امریکا ته نور مهمه نه ده چې طالبان څومره ولسوالۍ او ولایتونه نیسي او دا هم ورته مهمه نه ده چې څومره افغانان مري. له همدې امله دوی باید واقعیتونه درک کړي، هلته هغسې غوښتنې ونه کړي چې نه منل کېږي. دوی باید د پخوا په شان د سولې ضد لابي ونه کړي، جنګ ته کمپاین نور په واشنګټن کې هم شوقیان نه لري، نو ځکه یې باید تمرکز یو سیاسي جوړجاړي ته پر کمپاین او ملاتړ را خپلولو وي. داسې جوړجاړی چې افغانستان پکې وساتل شي، زموږ ارزښتونه پکې وساتل شي او یو ځل بیا موږ له خپلمنځي جګړو سره مخ نه شو.