د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله واشنګټن ته ور روان دي او هلته به له امریکايي چارواکو سره خبرې کوي. حکومتي مشران به له امریکا وغواړي چې له اوسني حکومت سره مرستو ته دوام ورکړي، پر طالبانو فشار راوړي او پرې نه ږدي چې د اوس په شان جګړې ته دوام ورکړي او په زور د سیمو د لاندې کولو هڅه وکړي. خو امریکا د افغانستان د حکومتي مشرانو غوښتنې مني؟ د نوې لار په دې خپرونه کې مو پر همدې موضوع خبرې کړې دي. د خپرونې مېلمانه مو دي، د سیاسي چارو شنونکی هېواد ځاځی او د سیاسي چارو کارپوه هدایت الله پکتین. بشپړه خپرونه دلته واورئ.