د افغانستان له ګڼو شمالي ولایتونو څخه رپوټونه دي چې حکومت پر پخوانیو قوماندانانو وسلې وېشلي او هغوی له طالبانو سره د جګړو لپاره وسله وال برابر کړي دي. د ولسي جرګې ځینې غړي، سیمهییز سیاستوال، د جمعیت، وحدت او جنبش ګوندونو غړي په دغو کسانو کې شامل دي. دوی ته دنده ورکړل شوې د طالبانو پر وړاندې ودریږي، پرې نه ږدي چې هغوی لا زیات پرمختګ وکړي او یا هم دوی باید نیول شوې سیمې بېرته له طالبانو ونیسي. چارواکي وايي دا عام خلک دي چې اوږه پر اوږه له امنیتي ځواکونو سره د طالبانو پر ضد مبارزه کوي، خو واقعیت دا دی چې دا د پخوانیو جنګي تنظیمونو غړي دي چې پخوا یې هم په کورنیو جګړو کې فعاله ونډه لرله.
پوښتنه دا ده چې ایا دا ملېشې به د طالبانو مخه ونیسي؟
طالبان ادعا کوي چې په تېره یوه نیمه میاشت کې یې ۸۳ ولسوالۍ نیولې دي. که څه هم حکومت دا شمېرې ردوي، خو واقعیت دا دی چې طالبانو لسګونه ولسوالۍ نیولي دي. په دې وروستیو کې خو طالبان نږدې هره ورځ د څو ولسوالیو د نیولو ادعا کوي. که د طالبانو شمېرې مبالغه هم وګڼو، بیا هم ښکاره ده چې طالبانو په تېره یوه نیمه میاشت کې بې ساری پرمختګ کړی او دې چارې له ډېرو کسانو سره سختې اندېښې پیدا کړي دي.
حکومت وايي چې طالبانو مهم پرمختګ نه دی کړی او دوی به له لاسه وتلې سیمې بېرته له طالبانو نیسي. حکومت وايي، د دې لپاره یو پلان لري چې ژر به عملي شي، خو په عملي ډګر کې ښکاري چې حکومت د دې پر ځای چې پر رسمي ځواکونو تمرکز وکړي، تمویل، تجهیز او پوره ملاتړ یې وکړي، پر ملېشو تکیه کوي او د هغوی پر مټ غواړي چې د طالبانو د پرمختګ مخه ډپ کړي. اوس حکومت په رسمي ډول خلکو ته وايي چې وسلې واخلئ او د امنیتي ځواکونو تر څنګ ودریږئ، له همدې امله په ځینو ولایتونو کې په شدت سره ډلې ډلې خلک وسله وال شول او دا لړۍ روانه ده.
پر ملېشو تمرکز له خلکو سره نوې اندېښنې پیدا کړي دي. دوی باور لري چې دا چاره به پر رسمي او ملي امنیتي ځواکونو د خلکو باور کم کړي، ځکه چې د ملېشو جوړول دا معنا لري چې ملي ځواکونه د طالبانو پر وړاندې د درېدو توان نه لري. له بله اړخه دا ملېشې تر ډېره د پخوانیو جنګي تنظیمونو دي چې له وړاندې په جنګي جرمونو او ناقانونه کړنې تورنې دي. د ملېشو جوړول، یوه ناکاره او ناوړه تجربه ده چې بدې پایلې یې لرلې دي. له بله اړخه دا ملېشې په قومي انګېزو هم جوړیږي چې تر ګټې یې زیان ډېر دی. له همدې امله خلک د دې ملېشو مخالف دي.
حکومت مشران باید یوازې په خبرو کې نه، بلکې په عمل کې هم لارورکي نه شي. دوی باید ملي امنیتي ځواکونو ته ارزښت ورکړي، باور پرې وکړي، ملاتړ او سالمه رهبري یې وکړي او که څوک غواړي چې د دې ځواکونو ملاتړ وکړي، باید د دغو ځواکونو په چوکاټ کې دا کار وکړي. له دې پرته که ۳۵۰ زره امنیتي ځواکونه د طالبانو په مخنیوي کې اغېزناک نه وي، نو څو منفورې او د جنګي سابقې لرونکې ملېشې به څه ډول د طالبانو مخه ونیسي!؟ پکار ده چې حکومت معقولې پرېکړې وکړي او په وارخطایۍ کې داسې ګامونه وانه خلي چې بیا به یې وروسته جبرانول ناممکن وي.