د جیندل ګلوبل پوهنتون د افغانستان د برخې څېړونکو ویلي افغانستان کې جګړه هغه مهال ختمېدلی شوای چې د امریکا او طالبانو د خبرو او سولې پر ځای د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې شوې وای. ددوی په خبره په افغانستان کې شل کاله د یوه نظام په جوړولو وخت تېر شوی دی او طالبان لا هم له دغه نظام سره په جګړه بوخت دي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ هوکړې افغانانو ته هېڅ ګټه نه ده کړې. دوی د روسیې سپوتنیک آژانس ته ویلي چې لا هم طالبان پر افغان ځواکونو بریدونه کوي خو له ناټو ځواکونو سره یې جګړه پای ته رسولې ده. دغه څېړونکي وایي امریکا او د سیمې هېوادونو ته په کار ده چې د افغانستان د مسئلې او سولې په برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي او د معقولو او رښتینو اقداماتو له لارې د افغان جګړې د پای لپاره همکاري وکړي.