د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره د اشرف غني او ډاکټر عبدالله له لیدنې وروسته ویل شوي، چې دواړو اړخونو پر روان وضعیت، دوه اړخیزو اړیکو او سوله خبرې کړې دي. افغان چارواکي وايي، امریکا ډاډ ورکړی چې د ځواکونو له وتلو سره سره به له افغانستان سره مرستې او ملاتړ ته دوام ورکړي. د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ او د اقتصادي، سیاسي او بشري حقونو په برخه کې د مرستو دوام د بایډن ژمنې ګڼل شوې دي. ولسمشر غني وايي د ۲۰۲۲ کال لپاره د امریکا ۳.۳ میلیارده ډالره نظامي مرسته، د افغانستان اقتصادي ملاتړ او ځینې نور مسایل د دې سفر لویې لاسته راوړنې دي.
پوښتنه دا ده چې رښتیا هم د افغان چارواکو دغه سفر کومه لاسته راوړنه لرله او نوي څه پکې وو؟
د افغانستان خلکو هیله لرله چې په دې سفر کې به امریکا د افغان سولې په اړه واضح پیغام ورکړي او له دې سره به د سولې په ټپه ولاړې خبرې بیا پیل شي، خو داسې ونه شول. د امریکا له اړخه یوازې ویل شوي چې له سولې پرته بله لاره نشته، دوی یې ملاتړ کوي، طالبانو بې مانا تاوتریخوالی زیات کړی، طالبان باید په زور واک ونه نیسي، خو تر دې ور هاخوا په دې برخه کې کومه مهه خبره نه ده شوې. له همدې امله د افغانانو اساسي هیله په دې سفر کې پوره نه شوه. څه چې حکومتي مشران یې د لاسته راوړنو په توګه یادوي، لاسته راوړنې نه دي، بلکې د امریکا پخوانی دریځ او ژمنې دي چې یو ځل یې بیا افغان چارواکو ته مخامخ بیان کړي دي. امریکا پخوا ویلي وو چې دوی ځواکونه وباسي، خو سفارت او سیاسي حضور به یې په افغانستان کې دوام کوي. امریکا پخوا ویلي وو چې دوی به د افغان ځواکونو مالي ملاتړ ته دوام ورکوي. امریکا دا هم ویلي وو چې د افغانستان لپاره د دوی نظامي بودجه په ۲۰۲۲ کال کې ۳.۳ میلیارده ډالره ده، امریکايي چارواکو دا هم ویلي وو چې دوی به له افغانستان سره په اقتصادي او نورو ملکي برخو کې مرستو ته دوام ورکړي. د امریکا دا دریځ هم ښکاره و چې دوی د طالبانو له جګړې ناراضه دي او دوی نه غواړي چې طالبان په زور واک ونیسي. دا او دې ته ورته ژمنې پخوا هم وې او دا دي یو ځل بیا یې له افغان چارواکو سره په لیدنه کې تکرار کړې. په دې برخه کې هېڅ داسې نوې خبره نشته چې موږ دې ورته لاسته راوړنه ووایو، ځکه دا هر څه له مخکې معلوم وو او داسې مهم څه نشته چې پخوا دې امریکایانو نه وي ویلي او اوس دې یې له افغان چارواکو سره ژمنه کړې وي.
د امریکا له دریځه ښکاري چې دوی په افغانستان کې نور د سولې پروسه جدي نه ګڼي او یوازې د جګړې له دوام سره مرسته کوي. امریکا غواړي چې اوسنی حکومت د طالبانو پر وړاندې مقاومت وکړي، لږ تر لږه کابل او لوی ښارونه وساتي او نور جګړه دوام وکړي. له همدې امله په همدې حد کې د حکومت ملاتړ کوي. امریکا د افغان حکومت داسې ملاتړ نه کوي چې د طالبانو پر وړاندې پرمختګ وکړي او یا هم لږ تر لږه د طالبانو پرمختګ ودروي، بلکې یوازې لوی ښارونه او کابل باید خوندي وي. د دې تر څنګ چې دوی په نظامي برخه کې د حکومت پوره ملاتړ نه کوي، د سولې لپاره هم نه پر حکومت او نه هم پر طالبانو فشار راوړي. له همدې امله امریکا غواړي چې جګړه دوام وکړي، خو د جګړې د دوام لپاره باید په کابل او لویو ښارونو کې د حکومت د سقوط او ماتې مخه ونیول شي او په همدې اندازه له حکومت سره مرسته کوي.