د جمعیت اسلامي ګوند د جلا شوې څانګې مشر عطا محمد نور د هېواد پر سیاسي ګوندونو ځانګړې توګه د دغه ګوند پر غړو غږ کړی دی چې خپلمنځي اختلافات پرېږدي او د طالبانو پر وړاندې د مبارزې لپاره سره یو موټی شي. نوموړي پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د طالبانو او د یادې ډلې د فکر پر وړاندې د ښې مبارزې لپاره اړتیا ده چې د جمعیت اسلامي ګوند ټول غړي، خپل سیاسي مخالفتونه یوې خواته کړي او د طالبانو پر وړاندې سره یو ځای شي او یو ځل بیا له هېواد څخه د دفاع په موخه د جهاد او مقاومت یادونه تازه کړي. عطا محمد نور د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ پر سر له صلاح الدین رباني سره ژور اختلاف لري او دا لومړی ځل دی چې نوموړی د جمعیت پر ټولو غړو د طالبانو پر وړاندې د یو ځای کېدو غږ کوي.