امریکا ته د ولسمشر غني له سفر او را ګرځېدو وروسته خلک لا هم نه پوهېږي چې افغانستان کوم لوري ته روان دی او څه پېښېدونکي دي. تمه وه چې امریکا ته به د افغان چارواکو په سفر کې د سولې په اړه یو نوی او واضح تصویر پیدا شي، خو له دې سفر وروسته هم د سولې تصویر تت دی او د جګړې په برخه کې هم داسې څه نه ښکاري چې شته حالت دې پرې بدل شي. له همدې امله اندېښنې شته او خلک پوښتي چې حالاتو ته د ځواب ویلو لپاره به د حکومتي چارواکو بل ګام څه وي؟ د نوې لار په دې خپرونه کې مو پر همدې موضوع خبرې کړې دي. د بحث مېلمانه مو دي، په لندن کې مېشت پخوانی ډیپلوماټ او حقوقي سلاکار عزیز معارج او د سیاسي چارو شنونکی فیض الله ساپی. بشپړه خپرونه دلته واورئ.