طالبان لا هم پرمختګ کوي او هره ورځ نوې ولسوالۍ نیسي. که څه هم حکومت د ځینو ولسوالیو د بېرته نیولو ادعا کوي، خو دا بیا هغسې په چټکۍ نیول نه دي لکه چې طالبانو ولسوالۍ ونیولې. دلته د یوه او بل لوري د پرمختګ خبره یو طرف، خو دا حالت د جګړې د دوام مانا لري چې د افغانستان خلک یې نه غواړي او له دواړو لورو هیله لري چې د سولې خبرې بیا پیل کړي او د افغانستان لانجه د خبرو له لارې حل کړي. داسې ښکاري چې د سولې پروسه به همداسې سړه وي، خو ولې؟
اوږده موده کېږي چې د سولې خبرې په ټپه ولاړې دي او کوم پرمختګ پکې نشته. نه یوازې پرمختګ پکې نشته، بلکې عادي خبرې هم نشته. طالبان حکومت او حکومت طالبان ملامتوي چې خبرې یې درولې دي. اوس د امریکا هغسې کوم فشار هم نشته چې دواړه اړخونه خبرو ته را وګرځوي. له همدې امله خبرې په ټپه ولاړې دي. په دې وروستیو کې ځینې هڅې شته چې د خبرو د بیا پیل لپاره کېږي، خو هغه هم له ستونزو سره مخ دي. ټاکل شوې وه چې له کابل څخه شپږ لوړي پوړي چارواکي او سیاستوال دوحې ته ورشي او له طالبانو سره خبرې وکړي، چې دا سفر هم بیا بیا ځنډېدلی دی. ټاکل شوې وه چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی، ډاکتر عبدالله عبدالله، کریم خلیلي، یونس قانوني او د مصالحې شورا دوه مرستیالان بابر فرهمند او اکرم خپلواک تېره اونۍ دوحې ته تللي وای، خو سفر یې وځنډېده. اوس هم هڅه روانه ده چې دا کسان دوحې ته ورشي. د دې تر څنګ د استانبول د غونډې لپاره هم هڅې روانې دي، خو دا هڅې پیکه دي او نه ښکاري چې ژر به پکې پرمختګ وشي.
د سولې پر وړانډې ډېر خنډونه شته چې تر ټولو پکې د امریکا دریځ اساسي رول لري، خو د جګړې په ښکېلو اړخونو کې هم شته ذهنیت د خبرو پر وړاندې اساسي خنډ دی. د طالبانو په لوري کې لا هم دا ذهنیت دی چې جګړه دوی ګټلې او د امریکایانو له وتلو وروسته دوی اوسنی حکومت هم لاندې کوي. د دوی په نظر سوله باید داسې وي چې حکومت دوی ته وسپارل شي او دوی بیا پر نورو کسانو برخې وېشي. دا هغه ذهنیت دی چې مقابل لوری یې منلو ته نه حاضریږي. حکومت بیا فکر کوي چې که د سولې خبرو پایله هرڅه وي، خو یوه مسئله پکې روښانه ده چې اشرف غني، د هغه مرستیالان او د ټیم مهم کسان یې نور په واک کې نشته. له دې امله چې هر څه د دوی له لاسه وځي، نو سولې ته هغسې لېوالتیا نه ښيي چې خلک یې لري. پر دې اساس دغه دوه ذهنیتونه د سولې پر وړاندې تر ټولو لوی خنډونه دي. اوس د دې لپاره د بندیانو نه خلاصون او یا هم تاوتریخوالی د پلمو په توګه یادیږي، خو اصلي ستونزه په شته ذهنیتونو کې ده.
دواړه لوري باید پوه شي چې خلک سوله غواړي او د دې لپاره ښايي فشار هم راوړي، نو ځکه دوی باید خپل ذهنیت بدل کړي. دا ممکنه نه ده چې جګړه دې دوام وکړي او خلک دې د اشرف غني ملاتړ وکړي او دې ده د واک لپاره دې قرباني ورکړي. دا هم ممکنه نه ده چې خلک دې د طالبانو پوره واکمني ومني. خلک غواړي چې ټول اړخونه په یوه داسې حکومت کې وي چې زموږ د دیني ارزښتونو پر اساس جوړ شوی وي. له همدې امله دواړه لوري باید خپل ذهنیت بدل کړي او د خلکو هیلو ته مثبت ځواب ووايي.