په هېواد کې د تېرې یوې میاشتې په لړ کې د بندیزونو له لګېدو سره د هوټلدارۍ صنعت له ماتې سره مخ دی. د هوټل لرونکو او د ودونو د سالونونو ټولنې غړي وايي چې د ورځې په سلګونه زره افغانۍ تاوان کوي، خو د حکومت پیسې پر ځای دي. دم ګړۍ په پلازمېنه او د هېواد په ځينو ولایتونو کې څه باندې ۱۵۰ د ودونو سالونونه او په سلګونه هوټل تړل شوي دي. ددې ټولنې چارواکي وايي چې په پلازمېنه کابل کې د ودونو هر سالون د ورځې تر ۲۰۰ زره افغانیو عواید له لاسه ورکوي. دوی وايي چې د اوسنیو او راتلوونکو ستونزو سربېره اړ دي چې حکومت ته څلور ډوله مالیه ورکړي. بلخوا ددغو هوټلونو او سالونونو د کار له درېدو سره په سلګونه کسان وزګارشويهم دي.