لا هم هره ورځ د جګړې خبرونه دي او د سولې په برخه کې د کوم تحرک څرک نشته. طالبان لا پرمختګ کوي، حکومت هم د طالبانو پر وړاندې د درېدو خبرې کوي، د ځینو ولسوالیو د بېرته نیولو خبرونه ورکوي او ورسره په شدت سره په ټول هېواد کې ملېشې هم جوړیږي. له یوه اړخه د جګړې دا شدت او له بله اړخه د ملېشو جوړول هغه څه دي چې خلک یې سخت اندېښمن کړي دي. له دې سره په یوه وخت امریکايي چارواکي پرله پسې د ناوړه راتلونکي خبرونه ورکوي او آن د حکومت د سقوط خبرونه هم خپروي. اوس افغانستان یو مبهم لوري ته روان دی، چې ورسره ډېری افغانان فکر کوي له سختو ستونزو سره به مخ شي او د ژغورنې کوم څرک نه ګوري.
خو افغانان به هر څه ته همداسې د نندارچیانو په توګه ګوري او که د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره څه کولی هم شي؟
د افغانستان د جګړې د ښېکلو لورو پر موخو ډېر بحثونه شوي دي او ټول حکومت او طالبانو دواړه ملامتوي چې د سولې پر ځای پر جګړه ټینګار کوي. یو لوری فکر کوي چې هر څه په زور نیولی شي او بل لوری فکر کوي چې په سوله کې به خپل واک او ځواک له لاسه ورکړي. دغو دواړو حالتونو جګړه ګرمه کړې چې ورسره د سولې خبرې هم ټپه ولاړې دي. د افغانستان د اوسنۍ جګړې د پېلوونکې امریکا پر نیت هم پوره شکونه شته. آن داسې شواهد شته چې دوی په قصدي ډول غواړي دلته کورنۍ جګړه وغځېږي. له همدې امله یې ټول تمرکز پر هغو چارو دی چې جګړه وغځېږي او خلک پر خپل راتلونکي ناهیلي شي. همدا چې امریکا خپل ځواکونه و ایستل، خو له طالبانو سره یې هوکړه پوره عملي نه کړه، همدا چې اوس سوله د لومړیتوب په توګه نه یادوي او همدا چې امریکايي چارواکي پرله پسې د افغان حکومت د سقوط، کورنۍ جګړې او د افغانانو د بیا کډوالۍ وړاندوینې کوي، دا ښيي چې امریکا غواړي افغانستان همدغه لوري ولاړ شي. دوی دغه حالت ته د تګ لپاره هم تلیغات کوي او هم عملي ګامونه اخلي. امریکا غواړي چې افغانستان په یوه ناوړه کورنۍ جګړه کې را ښکېل کړي، څو نړۍ ته وښيي چې په افغانستان کې د جګړې لامل امریکا نه، بلکې خپله افغانان دي او د دوی له وتلو وروسته هم هلته جګړه روانه ده.
اوس به ښکېل اړخونه او امریکا خپل کار کوي، خو دا لویه برخه افغانان چې له دې حالته زیان ویني، باید لاس تر زنې پاتې نه شي. ډېر واړه او لوی ګوندونه، ټولي او خلک شته چې له دې حالته نا راضه دي. دوی ټول کولی شي چې په چټکۍ سره په یوه ځواک بدل شي او ولس یې شاته ودریږي. دوی باید ودرېږي او دواړه اړخونو ته یو واضح پیغام ورکړي. همدا اوس که یو ځواک پیدا شي او د درېیمګړي رول ولوبوي، نو هم به یې ولس په شدت سره ملاتړ وکړي او هم به ښکېل اړخونه اړ کړي چې د جګړې پر ځای پر سوله تمرکز وکړي. که همداسې یو ځواک جوړ شي او موخه یې هم یوازې سوله وي، نو د ولس په ملاتړ به پیاوړی شي او بیا د سولې لپاره نه یوازې پر دواړو اړخونو غږ کولی شي، بلکې داسې فشار پرې راوړلی شي چې هغوی ترې تېښته ونه شي کړلی. له همدې امله پکار ده چې نور خلک او هغه ګوندونه او سیاسي فعالین چې د سولې پلویان دي، عملي ګام واخلي او تباهۍ لوري ته د افغانستان د ورتګ مخه ونیسي.