نړیوال بانک نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان کړی دی چې، د افغانستان له حکومت سره یې د کرونا وبا پر ضد مبارزې لپاره له سل میلیون ډالري ژمنه شویو مرستې څخه لومړۍ برخه چې شل میلیونه امریکایي ډالره مرسته کیږي د افغان حکومت حساب ته استولې دي، نړیوال بانک ویلي چې ژر به پاتې ژمنه شوې پیسې هم چې اتیا میلیونه امریکایي ډالر کیږي، په نیږدې راتلونکې کې د افغانستان د حکومت خزانې ته ولیږدوي.