په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما ویلي چې مشرې یې له ولسمشر غني سره کتلي او غوښتنه یې کړې چې د سولې خبرې ژر بېرته پیل شي. یوناما په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، مشرې یې دیبورا لاینز ویلي چې د جګړې د ختمولو هڅې دې وشي او ژر تر ژره دې خبرې پیل شي. تر دې وړاندې هم په کور دننه خلکو پرلهپسې د جګړې د درولو او د سولې خبرو د بیا پیل غوښتنه کړې وه. اوس پوښتنه دا ده چې د سولې په ټپه درېدلي خبرې څنګه بېرته پیلېدلی شي؟
تر اوسه پورې حکومت طالبان او طالبان بیا حکومت ملامتوي چې د سولې خبرو ته نه حاضریږي. حکومت وايي چې طالبان سولې ته تمایل نه لري او په عملي ډول یې جګړې ته زور ورکړی چې د ولسوالیو نیول یې ښه بېلګه ده. طالبان بیا وايي چې حکومتي پلاوی خبرو ته نه حاضریږي او ډېره موده د حکومتي پلاوي مشر او غړي په دوحه کې نه وو او د دوی له پرلهپسې غوښتنو سره سره پلاوی تکمیل نه شو. که څه هم دواړه لوري یو بل ملامتوي، خو څه چې خلکو ته ښکاري، هغه دا ده چې دواړه لوري په خپل ډول د سولې خبرو ته لېوالتیا نه لري او پړه دي. دوی که په رښتیني مانا غوښتي وی، خبرې پیلېدلې او که یوه لوري یې هم په رښتینې مانا د خبرو پيل غوښتی، نو په واضح ډول به یې اعلان کړی و چې خبرو ته تیار دي، پلاوی یې همدې ته منتظر او پر خپل ځای دی او خلکو ته به یې ثابته کړې وه چې مقابل لوری خبرو ته نه حاضریږي. اوس ستونزه دا ده چې له بده مرغه له دواړو اړخونو څخه سولې ته لېوالتیا نشته. طالبان فکر کوي چې څومره چې دا خبرې ځنډېږي، دوی ګټه کوي، ځکه لا زیاته جغرافیه لاندې کوي او په دې ډول به په سوله کې هم ډېر امتیاز ولري. حکومتي چارواکي بیا لا هم هغسې سولې ته تیار نه دي چې د دوی واک او ځواک ورسره ختم شي. دوی لا هم د طالبانو د ملامتۍ لوبه مخکې وړي او په دې ډول د سولې خبرې درېدلې دي.
اوس پکار ده چې د ملامتۍ لوبه بنده شي، دواړه اړخونه باید په واضح ډول اعلان وکړي چې د سولې خبرو ته تیار دي. هر لوری چې رښتیا سوله غواړي، خپل پلاوی دې د خبرو ځای ته ولېږي او له وړاندې دې هم مقابل لوري او هم رسنیو ته خبر ورکړي چې دوی د سولې خبرو ځای ته په کوم وخت حاضرېږي. په دې ډول به بل لوری هم حاضر شي او که حاضر نه شي، خلک به هغه لوری وپېژني چې خبرې نه کوي. د دې تر څنګ به خلک او نور بهرني سوله غوښتونکي هم پرې فشار راوړي چې د سولې خبرو ته حاضر شي. له همدې امله عملي ګام باید واخیستل شي او تر هغو چې دا عملي ګام وا نه خیستل شي، نه به جګړه ودرېږي او نه به هم د سولې کارنده خبرې پیل شي.