په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما ویلي چې مشرې یې له ولسمشر غني سره کتلي او غوښتنه یې کړې چې د سولې خبرې ژر بېرته پیل شي. تر اوسه پورې حکومت طالبان او طالبان بیا حکومت ملامتوي چې د سولې خبرو ته نه حاضریږي. اوس پوښتنه دا ده چې د سولې په ټپه درېدلي خبرې څنګه بېرته پیلېدلی شي؟ د نوې لار په نننۍ خپرونه کې مو پر همدې موضوع خبرې کړې دي. د بحث مېلمانه مو دي؛ په امریکا کې مېشت لیکوال او د سولې څارونکی واحد فقیري او په کابل کې قومي مشر او د سیاسي چارو شنونکی حمیدالله هوتک. بشپړه خپرونه دلته اورېدلای شی.