ددغه هېواد لومړي وزیر بوریس جانسون په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې له شپاړسو میاشتو راهیسې برېتانیا سخت وضعیت درلود او خلکو ډول ډول محدودیتونه تجربه کړل. دده په وینا اوس یې وخت دی چې دغه محدودیتونه ختم کړل شي او خلک عادي ژوند ته راوګرځي. هغه ویلي دا هر څه د کرونا واکسین له برکته وو چې اوس خلک د کرونا پر وړاندې خوندي دي. دمګړی په برېتانیا کې شاوخوا ۸۵ سلنه کسانو د واکسینو لومړی ډوز اخیستی دی او ۶۵ سلنه کسانو دویم ډوز واکسین هم کړي دي. برېتانیايي چارواکي وايي ځینې محدودیتونه لکه له ځينو هېوادونو برېتانیا ته سفرونه، به پر خپل ځای وي او د خلکو خوندیتوب ته به جدي پاملرنه کېږي.