راپورونو له مخې نن شاوخوا لس بجې د ولایت مقام ته نږدې د خوست د والي حلیم فدايي پر موټرو چاودنه شوې ده خو نوموړي ته کوم زیان نه دی اوښتی. په پېښه کې د هغه ساتونکي او ملکي کسان ټپیان شوي دي. د سرچینو د راپورونو له مخې دوه ساتونکي او درې ملکیان چې دوه ماشومان پکې شامل دي ددې چاودنې له امله ټپیان شوي دي.