ایران وایي د افغانستان په ګډون په ټوله سیمه کې د سولې او ثبات د راوستو لپاره هڅې کوي. د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي، په دې وروستیو کې یې د افغانستان، سوریې، یمن، روسیې، پاکستان، هند او ملګرو ملتونو له چارواکو او ديپلوماتانو سره په سیمه کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي. دده په خبره دوی د افغانستان په ګډون په ټوله سیمه کې د سولې او دایمي ثبات د راتګ غوښتونکي دي او په دې اړه یې د سیمې هېوادونو ته هم خپل استازي لېږلي دي. ظریف وايي ځانګړي استازي یې له ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله سره کتلي دي او دوی تمه لري چې ژر تر ژره په افغانستان کې روان وضعیت پای ته ورسېږي او دغه هېواد ته سوله او سیاسي ثبات راشي. نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې ملاتړي دي او په دې برخه کې همکاریو ته ادامه ورکوي.