د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سیمې په سفر را وتلی دی. ټاکل شوې نوموړی د سیمې هېوادونو سره د افغان سولې په تړاو مشورې وکړي څو د جګړې ښکېل اړخونه د سولې جدي مذاکراتو ته وهڅوي. خلیلزاد له واشنګټن څخه دوحې ته رسیدو سره سم، د قطر د لومړي وزیر له مرستیال او بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي دي. د نوې لارې په دې خپرونه کې مو د خلیلزاد پر سفر او د سولې پر روان بهیر خبرې کړې دي. د بحث مېلمانه مو دي، د سیاسي چارو شنونکی فیض الله ساپی او د سیاسي چارو کارپوه فضل الرحمن اوریا خېل. بشپړه خپرونه دلته واورئ.