کورنیو چارو وزارت وایي دوی په ادارې برخه کې مهم اصلاحات راوستي دي او چارې یې اسانه کړې دي. د کورنیو چارو سرپرست وزیر وایي دوی توانېدلي چې د سمو پالیسیو پر رامنځ ته کولو د اونیو او میاشتو کار څو ساعتونو او څو ورځو ته راټيټ کړي او اداري بيروکراسي ختمه کړي. د مسعود اندرابي په خبره دوی همدا راز هغه مامورین هم لرې کړې چې د وخت د ضایع کېدو سبب کېدل او د یوه منظم سیستم له لارې به د کورنیو چارو وزارت مهمې چارې تنظیمېږي. اندرابي وایي دوی هڅه کوي په کورنیو چارو وزارت کې مدرنه اداره رامنځ ته کړي نو په همدې موخه به د اصلاحاتو لړۍ هم روانه وي.