جرمني د افغان حکومت هغه غوښتنه نه ده منلې چې ګواکي رد شوي افغان کډوال دې تر درېیو میاشتو نه وباسي. د جرمني حکومتي رسنیو ویلي چې د افغانستان په لویو ښارونو کې امنیت شته دی نو له همدې امله د هغو کډوالو ایستلو ته ادامه ورکوي چې د پنا غوښتنې یې رد شوې دي. جرمن چارواکو ویلي دوی د افغانستان وضعیت څاري او د همدې حالت پر بنسټ به د رد شوو پنا غوښتونکو په اړه پرېکړه کوي. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي چې روانه میاشت به د افغانستان د عمومي وضعیت په اړه خپل راپور خپور کړي. بلخوا فنلنډ بیا د افغان حکومت تر غوښتنې وروسته د کډوالو د ایستلو لړۍ درولې ده.