تاجکستان ویلي چې دوی په لنډمهاله توګه د هغو افغانانو د کوربتوب پلان نه لري چې په افغانستان کې یې له امریکایي ځواکونو سره کار کړی دی. د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین ویلي، دوی داسې کوم پلان نه لري چې پر بنسټ یې شاوخوا نهه زره افغانانو ته په مؤقتي توګه پناه ورکړي. د یادونې ده چې مخکې تر دې امریکا له ازبکستان، قزاقستان او تاجکستان څخه غوښتنه کړې وه چې شاوخوا ۹ زره هغو افغانانو ته د لنډ مهال لپاره پناه ورکړي چې له امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی دی او اوسمهال یې ژوند په خطر کې دی. کله چې له مهرالدین څخه دا پوښتنه وشوه چې ایا دوی د یادو افغانانو منلو ته چمتووالی لري وویل، نه دغه موضوع په دوه اړخیزه اجنډا کې شامله نه ده.