له هغه وروسته چې طالبانو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ډېرې ولسوالۍ ونیولې، جګړه د ډېرو ښارونو تر څنډو را ورسېده. په ځینو ولایتونو کې جګړه د ښارو په ناحیو کې روانه ده، کله طالبان په ښارونو کې پرمختګ وکړي او کله هم په شا شي.
په دغو جګړو کې د پراخو مالي زیانونو تر څنګ ملکي وګړو ته هم درنه مرګژوبله اوښتې ده. پرون په هلمند کې پر یوه روغتون هوايي برید وشو، تر دې وړاندې هم د خلکو پر کورونو هوايي بریدونه شوي وو. د خلکو له کورونو سنګرونه جوړ شوي، جوماتونه، ښوونځي او روغتونونه پر پټنځایونو بدل شوي. له بله اړخه دغو جګړو ښاریان له سختو ستونزو سره مخ کړي، په وېره او ډار کې دي، کاروبار په ټپه ولاړ دی، خلک له لوږې سره مخ دي او د خوراکي او نورو توکو بیې هم په کمساري ډول لوړې شوې دي. په ځینو ښارونو کې د اوړو، غوړیو، تېلو او نورو لومړنیو توکو کمښت دی. دا وېره ده چې په ښارونو کې به دا جګړه دوام وکړي او خلک به له لا زیاتو سختو ستونزو سره مخ کړي. په ښارونو کې جګړه ځکه درنه مرګژوبله لري چې نفوس پکې زیات دی او مالي زیانونه یې هم د کلیوالو سیمو په پرتله په ځلونو زیات دي.
په سیاسي جوړجاړي او خبرو اترو کې ستونزې د دې سبب شوې، چې په ښارونو کې جګړه لا پسې سخته شي. کندهار، هلمند، تخار او ځینې نور ولایتونه له سختو جګړو سره مخ دي. طالبان په ښار کې دننه جګړه او د پرمختګ هڅه کوي، حکومت هم په ښارونو کې دفاع کوي او آن هوایي بریدونه کوي. دا دې جګړې تر ټولو ناوړه ډول دی چې ښار په زور ونیول شي او یا په ښار کې د مخالفت د ماتولو او دفاع هڅه وشي. دا ناوړه جګړه ده، په واقعیت کې د خلکو پر ضد ده، ځکه چې ټوله مرګژوبله یې یوازې ملکي وګړو ته اوړي. همدا اوس ډېرو خلکو ته مرګژوبله اوښتې، ښوونځي تړلي دي، روغتونونه تر وېرې لاندې دي، خلک په خپلو کورونو کې په وېره کې دي، په کورونو کې سنګرونه جوړ شوي، له پاسه پرې هوايي بریدونه کېږي، کاروبار نشته، خلک له لوږې او فقر سره مخ دي او دا حالت ورځ تر بلې لا زیات ناوړه کچې ته ځي.
دواړه لوري له بده مرغه د هېڅ ډول مسوولیت احساس نه کوي، د دې پر ځای چې د خلکو په اړه فکر وکړي، د خپلې بریا او ناکامۍ په اړه فکر کوي. له دوی سره دا اندېښنه نشته چې خلکو ته څومره زیان اوړي، څومره خلک مري، څومره وېره خپرېږي او څومره ورانۍ کېږي، بلکې له دوی سره دا اندېښنه ده چې مات نه شي او په دې فکر کوي چې څنګه مخالف لوری ماتولی شي. له همدې امله په ښارونو کې جګړه زور اخلي او هېڅ لوری هم له دې حالته د وتلو لپاره کوم پلان او پروګرام نه لري.
دواړو لورو ته پکار ده چې د خلکو په اړه فکر وکړي، د هغوی ژوند او مال ته درناوی ولري، د جګړې پر ځای پر سیاسي حل تمرکز وکړي او په ښارونو کې دا روانه جګړه ودروي.