ولسمشر غني پرون د ملي شورا یوې فوق العاده غونډې ته د روانې جګړې او سولې په اړه وینا وکړه او د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره یې د حکومت پلان روښانه کړ. نوموړي د طالبانو پر ضد تونده ژبه وکاروله، هغوی یې خوارج وګڼل او ویې ویل چې تر پخوا لا زیات وحشي شوي او له استخباراتي شبکو سره یې اړیکې پیاوړې شوې دي. ولسمشر غني وویل چې د سولې لپاره یې لوی ګامونه اخیستي، خو طالبان سوله نه غواړي او هڅه کوي چې د زور له لارې واک تر لاسه کړي. نوموړي وویل چې ټول تیاري نیول شوي او تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به دا موج دفعه کړو او ثبات ته به ورسیږو. ولسمشر پر خلکو او د ملي شورا پر غړو غږ وکړ چې د حکومت په څنګ کې ودریږي، خلک منسجم کړي او د طالبانو پر ضد جګړه وکړي.
د ولسمشر غني په خبرو کې خلکو ته واضح پیغام و چې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې به سخته جګړه وي او د ده په وینا، د جمهوریت لوری به بریالی کېږي. که څه هم نوموړي د سولې پروسې د نه بریا پړه پر طالبانو واچوله، خو دا پیغام یې هم ورکړ چې د سولې هڅې بې پایلې دي او خلک له جګړې سره مخ کېدونکي دي. خلک د جګړې دې دوام او د سولې د ناکامۍ له پیغام هرکلی نه کوي او نه یې غواړي. یوازې ولسمشر یوه خبره کړې ده چې هغه په راتلونکو شپږو میاشتو کې یو ثبات ته رسېدل دي. که دا کار وشي، ښه ده او خلک به یې هرکلی وکړي، خو دا کار به څه ډول کېږي؟ ولسمشر یوازې دومره وویل چې تیاري نیول شوي، خو څه ډول؟ څنګه به دا ثبات راځي او څوک به یې راولي؟ د طالبانو د دغه پرمختګ مخه به څـنګه نیول کېږي؟ ښارونه به څنګه خوندي کېږي؟ د کلیوالو سیمو برخلیک به څه ډول وي؟ له بله اړخه هغه ستونزې به څنګه حل کېږي چې حکومت ورسره مخ دی او په دې شپږو میاشتو کې به ولسمشر غني په کومو منابعو، امکاناتو او ملاتړ ثبات راولي؟ دا هغه پوښتنې دي چې که ځوابونه یې خلک قانع کړي، نو بیا ښايي وویل شي چې د ولسمشر غني په خبرو کې یو مثبت پیغام و. له دې پرته دغو خبرو یوازې د جګړې د دوام او د سولې د ماتې پیغام لېږداوه. آن پر طالبانو سختې نیوکې او تونده ژبه به د سولې روانو نیمه او پیکه هڅو ته لا زیان ورسوي او جګړه به ګرمه کړي.
له بله اړخه ولسمشر او ټول باید درک کړي چې مسئله دومره یوازې توره او سپینه نه ده. لوبه پېچلې ده، ملامتي او سلامتي وېشلې ده او د سولې په برخه کې چې پر طالبانو څومره نیوکې شته، همدومره نیوکې پر حکومت هم شته. د روانې جګړې یو لامل به دا وي چې طالبان د بریا احساس کوي او غواړي خپل زور وښيي، خو ډېر نور لاملونه هم لري چې سترګې نه شي پرې پټېدلی. له همدې امله دلته خبره یوازې د تور او سپین نه ده، بلکې ډېر نور څه هم پکې شته. د افغانستان د خلکو غوښتنه د جګړې دوام نه دی، دوی غواړي چې سوله وشي، د جګړې خبرې او عمل دواړه نه غواړي. دا هغه وخت دی چې دواړه اړخونه ژر تر ژره جګړه ودروي او د سولې خبرې پیل کړي. له دې پرته جګړه تباهي ده او چې په تېرو شلو کلونو کې ثبات رامنځته نه شو او کوم لوری بریالی هم نه شو، نو په شپږو میاشتو او یو کال کې هم دا چاره شونې نه ده. له همدې امله یوازینۍ معقوله لاره چې خلک یې ملاتړ کوي، هغه د جګړې درول، خبرې اترې او د سولې لاره ده.