د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د کرونا ۹۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هېواد کې ۳۳۹ مشکوکې پېښې څېړل شوې دي چې ۹۵ یې مثبتې وې. د دغه وزارت ویان وحید الله مایار وايي، تر ټولو ډېرې ۵۳ پېښې په کندهار کې ثبت شوې دي. ورپسې کابل دی چې ۱۱ پېښې په کې ثبت دي، په تخار کې ۱۰، په ننګرهار او پنجشېر کې ۵ – ۵ پېښې، دایکندي، پروان او لغمان کې یوه یوه پېښه، په هرات کې ۳ او په فراه کې دوه پېښې مثبتې دي. له دې سره د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۳۳۰ ته ورسېد. مایار وايي، تېره ورځ له کرونا ناروغۍ څخه په هېواد کې ۳ کسان مړه شوي چې شمېر یې ۴۳ تنو او ۹ تنه ترې روغ شوي دي چې ټول شمېر یې ۱۸۸ تنو ته رسېدلی دی.