د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد ویلي، که افغانان سیاسي جوړ جاړی ونه کړي، له یوې بلې دوامداره جګړې سره به مخامخ شي. خلیلزاد په یوه مرکه کې ویلي، د افغانستان دولت او طالبان باید دواړه د هېواد ملي ګټو ته پر شخصي هغو لومړیتوب ورکړي. د ده په خبره د سولې خبرې چې د هوکړې له لاسلیک وروسته شروع شوې، لازم پرمختګ یې نه دی کړی، دواړه لوري ډېره هڅه کوي چې له پوځي لارې ستونزه هواره کړي او اوس د دې وخت را رسیدلی چې رهبران د جګړې د حل لارې پرځای خبرې جدي پيل کړي او لومړیتوب دې ته ورکړي چې یوې هوکړې ته ورسیږي. نوموړي ویلي، د جګړو دوام یوازې افغانانو ته زیان اړوي او بله کومه ګټه نه لري.