موږ ټول په ژوند کې له نورو څخه ډېرې خبرې اورو. د خلکو خبرې موږ ته نظریه را کوي، لارښوونه راته کوي او انګېزه راکوي، خو موږ بیا هم بدلون نه کوو او په همغه ځای کې قرار لرو چې له اوله پکې وو. نه پوهېږو چې ستونزه زموږ ده او که د هغوی، او یا هم ښايي دواړه سم وي.
دغه مقاله تر پایله ولولئ څو هغه حللارې مطالعه کړئ چې له اوسني موقعیت څخه مو یو ګام وړاندې بیایي او هڅو، حرکت او پرمختګ ته مو هڅوي.
زه پر حقیقت باور لرم. زه دا نه وایم چې تاسو هر سهار لاړ شی او د خپل کور په باغچه کې ودرېږی او لس پنځلس ځله له ځان سره تکرار کړی، چې په باغچه کې مو هېڅ بېکاره او زیانمنوونکي بوټي نشته؛ بلکې زه وایم چې، په باغچه کې مو زیانمنوونکي او اضافي بوټي شته، باید پیدا یې کړئ او له بېخه یې وباسئ.
ستاسو په نظر بریالیتوب څه شی دی؟ شتمني؟ لویه او غوره کورنۍ؟ او یا ډېر شهرت درلودل؟
فرض کړئ یادو ټولو بریاوو ته ورسېدی، څه به پېښ شي؟ ښکاره ده چې خوشاله به شی.
بریالیتوب د هر چا لپاره بېله مانا لري. د ځينو لپاره ډېره شتمني بریالیتوب دی، د ځینو لپاره یوه ښه کورنۍ بریالیتوب دی او د ځینو نورو لپاره ځينې نور شیان. خو د دې هر څه په پای کې موږ د خوشالۍ احساس تر لاسه کوو.
حقیقت دا دی، تاسو هغه وخت د خوښۍ او رضایت احساس پیدا کوی، چې یو کار په سمه توګه سرته ورسوی. ایا تر اوسه دا تجربه لری چې کله مو یو فلم یا لنډه ویډیو کتلې وي، له هغه مو انګېزه اخیستې وي او کله چې فلم پای ته رسېدلی دی، له ځان سره مو ویلي دي، دا همغه څه وو چې ما ورته اړتیا درلوده. سر له سبا به زه یو غوره انسان وم، خپل ژوند ته بدلون ورکوم، هڅې به کوم او …
خو راتلونکې ورځ مو هېڅ هم ونه کړل او هماغسې لاس تر زنې پاتې شوی.
اندېښنه مه کوئ او خپل ځان مه رټئ، دا هر څه طبیعي دي. تقریباً ټولو انسانانو یو ځل همداسې کړي دي. د خپل ځان رټل او خپل ځان ته په غوسه کېدل هېڅ شي ته بدلون نشي ورکولای؛ بلکې یوازې دومره ده چې تاسو ته ناخوښ روحي او جسمي حالت در په برخه کوي؛ او کله مو چې روحي او جسمي حالت ناسم وي، نشی کولای چې یو کار په سمه توګه تر سره کړی.
اوفرا وېنفري وایي، تر ټولو لویه پلټنه او لاس پکار کېدل چې تر سره کولای یې شی، په ژوند کې مو هیلو ته د رسېدو لپاره هڅې کول دي.
له ماشومتوبه موږ ته را ښودل شوي دي چې کله یو څوک خبرې کوي، باید د هغوی په خبرو کې ور ونه لوېږو. په ښوونځي کې یې د څو پرلهپسې کلونو لپاره موږ ته تمرین را کړی او اړ کړي یې یو، کله چې د ښوونځي زنګ وهل کېږي، ټولګي ته لاړ شو، ارام کېنو، څه ونه وایو او یوازې غوږ ونیسو. ان تر هغې چې یا ښوونکی له موږ څخه کوم څه وپوښتي او یا دا چې د تفرېح زنګ ووهل شي.
خو په خواشینۍ سره چا را زده نه کړل چې څه ډول یو کار زده کړو او تر سره یې کړو؛ همغه وو چې د وخت په تېرېدو پر غوږ نیولو، څه نه ویلو او هېڅ کار نه کولو عادت شوو. غواړم ووایم چې که ټوله ورځ په یوه ځای کې کېنی او یوازې زده کړه وکړی، د راحتۍ احساس کوی؛ خو ستونزه دلته ده چې هېڅ کار نه تر سره کوی او د څو ورځو په تېرېدو سره مو ټول زده کړي څه هم له یاده وځي.
په دې مقاله کې غواړو هغه لارې درته په ګوته کړو چې په مرسته یې کولای شی خپل دغه عادت ته بدلون ورکړی او یو د خوښې وړ ژوند ولری. نو راځئ چې ګام په ګام مخکې لاړ شو.
لومړی ګام: خپل د خوښې او علاقې وړ کار انتخاب کړئ
د ځان لپاره داسې یو کار او دنده وټاکئ چې مینه ورسره لری او په پوره لېوالتیا یې تر سره کوی. ځان ته یوه اونۍ وخت ورکړئ څو هغه کار زده کړی او تر سره یې کړی. د بېلګې په توګه، فرض کړئ غواړی چې یو ښه ویناوال شی؛ د دې لپاره هره ورځ خپل ځان ته پنځلس دقیقې وخت ورکړئ څو وینا کول زده کړی او د هرې ورځې وینا مو له ځان سره ریکارډ کړئ. یوه اونۍ وروسته د خپلې لومړۍ او وروستۍ ورځې وینا سره پرتله کړئ، ښکاره ده چې د پام وړ پایله به ووینی. په همدې ساده طریقې سره څه موده وروسته داسې یو موقف ته رسېږی چې هیله مو یې درلوده.
دویم ګام: لاس پکار شئ او پیل یې کړئ
هوکې، د هغه کار په هکله چې غواړی تر سره یې کړی، له حده زیات فکر مه کوئ. د بېلګې په توګه، که غواړی وینا کول زده کړی، تر ټولو غوره لار یې دا ده چې له پنځو تر لسو دقیقو پورې وینا کول زده کړی او وروسته د څو ورځو لپاره، هغه څه مو چې زده کړي، تمرین یې کړئ.
ډېری خلک د خپل کار په هکله دومره فکر او څېړنه کوي چې په پایله کې پرې پښېمانه کېږي. هېڅکله وخت له پیسو سره مه پرتله کوئ، ځکه دا تر ټولو بده پرتله ده. موږ ټول کولای شو د ځینو ساده کارونو په تر سره کولو سره چې کوم ځانګړي مهارت ته هم اړتیا نه لري، پيسې لاسته راوړو؛ خو په میلیونونو پیسو سره هم نشو کولای چې یوه ثانیه وخت واخلو. دا سمه ده چې د ژوند کولو لپاره پيسو ته اړتیا لری، خو د پیسو او لېوالتیا تر منځ باید یو وټاکئ.
جالبه دا ده، ټولو هغو کسانو چې خپل د علاقې وړ کار یې انتخاب کړی او تر وروستي حده پورې یې هڅې پکې کړې دي، د پام وړ شتمنۍ ته رسېدلي دي. اجازه مه ورکوئ چې نور ستاسو لپاره تصمیم ونیسي.
درېیم ګام: د خپل راحت او ارامۍ له محوطې ووځئ
تر دې دمه مو وویل چې څه ډول کولای شو یو کار پیل کړو، اوس پر دې خبرې کوو چې څه ډول کولای شو په خپل انتخاب کړي کار کې پرمختګ وکړو. ستاسو په نظر څه ډول کولای شو پر یوه کار کې پرمختګ وکړو؟ د بېلګې په توګه، فرض کړئ غواړو چې لویې او پیاوړې مټې ولرو، ستاسو په نظر څه ډول شونې ده؟
ورزش وکړو؟ په زیاته اندازه پروټين مصرف کړو؟….
په ورزش کولو او پروټين خوړلو سره یوازې کولای شی خپله اوسنۍ عضله وساتی. ورزش کول هغه مهال ستاسو د پرمختګ سبب کېږي چې د خپل راحت او ارام له محوطې ووځئ. لا ډېرې هڅې وکړئ، سختۍ وګالۍ او یوازې پر یو یا دوه عادتونو تکیه مه کوئ.
څلورم ګام: هر څه ته دلیل راوړئ
ولې تر اوسه خپلو موخو یا هیلو ته نه یاست رسېدلي؟ وخت مو یې نه درلود او یا هم ښايي کافي اندازه پیسې مو نه درلودې. دا ټولې پلمې دي او موږ ځکه دغه پلمې جوړوو چې د خپل ټاکلي کار د تر سره کولو لپاره مناسب دلیل نه لرو.
که چېرې مو د یوه کار د تر سره کولو لپاره دلیل په کافي اندازه مناسب او لوی وي، د دې لامل کېږي څو هغه کار که هر څومره هم ستونزمن وي، تر سره یې کړئ.
په یاد ولرئ، رایټ وروڼو له هر ډول پانګې، انساني ځواک او پارټۍ پرته وکولای شول چې الوتکه اختراع کړي، خو بلې خوا ته د پوهنتون یو استاد چې تر ټولو غوره کاري ځواک او لویه دولتي پانګه ورسره وه، پر دغه کار بریالی نشو.
نو دې پایلې ته رسېږو چې په ژوند کې مو پر خپلو علاقو او لېوالتیاوو پسې لاړ شئ، څو وروسته د خوښۍ او رضایت احساس ولری. خپل وخت په سمه توګه مدیریت کړئ، څو هر څومره ژر خپلو هیلو او موخو ته ورسېږی. له حده زیات پر هر څه فکر مه کوئ، یوازې هغه کار چې ستاسو په نظر سم او مناسب دی، تر سره یې کړئ. د هر کار د غوره تر سره کولو لپاره باید لوی او قانع کوونکی دلیل ولری او په خپلو کارونو کې د پرمختګ لپاره باید د خپل راحت او ارام له محوطې ووځئ…
اوس له تاسو څخه زما پوښتنه دا ده، ایا تاسو پر دې حقیقت باور لری چې کولای شی د خپل ژوند ښې او بدې پېښې کنټرول کړئ؟ او یا دا چې فکر کوی ټولې ښې او بدې پېښې د تقدیر او برخلیک کارونه دي؟
پر ځواب مو فکر وکړئ او هر څه په تقدیر پورې تړلي مه بولئ، که داسې وي نو بیا به تل تر تله په همدې اوسني موقف کې یاست، هېڅ ډول پرمختګ به نه کوی او ان د یوې کوچنۍ پرېکړې لپاره به مو هم بل چا ته سترګې نیولې وي.