په افغانستان کې د طالبانو له لوري د بریدونو تر پراخېدو وروسته د چارو یو شمېر شنونکي وایي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو پرېکړه له وخت مخکې او پر ځای نه وه. دوی وایي چې امریکا باید د طالبانو پر خبرو باور نه وای کړی او تر وتلو مخکې یې باید پر دغه ډله اوربند منلی وای او نړیوال ضمانتونه یې ځینې اخیستې وای چې حتماً به له افغان دولت سره خبرو ته کېني. د اریزونا پوهنتون پښتون استاد ډاکتر نقیب صافي ویلي چې امریکا یوه روځ خامخا وته خو اوس یې وخت نه و. د هغه په خبره، کله چې د بایډن بېړه وه نو باید طالبان یې هم سیاسي جوړجاړي ته مجبور کړي وای. په ورته وخت کې په اوهایو پوهنتون کې د منځني ختیځ څېړونکی عالم پایند وایي، خلیلزاد باید د افغانیت له مخې هم لږ د افغانستان خیال ساتلی وای خو د ده په خبره، نوموړي ته یوازې د امریکا ګټې مهمې دي نه د افغانانو، نو همدا لامل دی چې افغانستان یې ګړنګ ته ورټېل واهه.