په امریکا کې د کرونا وبا له امله د مړیو شوو کسانو شمېر تر ۵۲ زره کسانو واوښت. د وروستیو راپورونو له مخې تر اوسه په امریکا کې کرونا ویروس ۵۲۱۹۲ کسان مړه کړي دي. همدا راز په دغه هېواد کې د اخته کسانو شمېر ۹۲۵۲۳۲ ته رسېدلی دی. په ټوله نړۍ کې بیا د مثبتو پېښو شمېر ۲۸۳۱۹۱۵ ته رسېدلی دی. له دې ډلې ۱۹۷۳۱۸ کسه تر دې دمه مړه شوي دي او ۸۰۷۰۳۷ کسه بېرته ترې جوړ شوي دي. هسپانیا تر امریکا وروسته د مثبتو پېښو له اړخه دویم ځای لري. په دغه هېواد کې ۲۱۹۷۶۴ کسه په کرونا اخته شوي او له دې ډلې ۲۲۵۲۴کسه مړه شوي دي. ایټالیا کې د مړو شوو شمېر ۲۵۹۶۹ ته رسېدلی دی. فرانسه کې ۲۲۵۴۲، برېتانیا کې ۱۹۵۰۶، ترکیه کې ۲۶۰۰، جرمني کې ۵۷۶۰ او ایران کې ۵۵۷۴ کسه د کرونا له امله مړه شوي دي.