په چین کې ډاکټران وایي، چې د کرونا یو ډول واکسین یې په بیزوګانو ازمویلي او د پام وړ مثبته پایله یې درلوده. دغه ډاکټران وایي، چې یاد واکسین کولای شي د کرونا ناروغۍ درملنه وکړي. بلخوا د چین د روغتیا د کمیسیون مشر «ما شیاوئي» وایي، په ووهان ښار کې پر کرونا اخته هغه ناروغان چې حالت یې نازک و او د واکسینو په تمه وو، ښه شوي او شمېر یې صفر ته را ښکته شوی دی. نوموړي دا کار د کرونا پر وړاندې بریا بللې ده. چین یو له هغه هېوادونو دی، چې تر نورو ډېر یې د کرونا ناروغۍ په مخنیوي کې هڅې کړې دي. د روغتیا نړیوال سازمان هم په وار وار ددغه هېواد هڅې ستایلې او بې مخینې یې بللې دي. خو په امریکا کې د ماساجوست پوهنتون یوه استاد هوانگ یاسنگ ویلي، چې د کرونا پر وړاندې د چین بریا له تکنالوژۍ او ځینو سافټیورونو څخه کار اخیستل و، چې دغه څه په امریکا کې ډېر محدود دي.