پر افغانستان د طالبانو د دویم ځلي واکمنېدو شاوخوا شل ورځې تېرېږي. طالبان څومره بریالي روان دي؟ د خلکو هیلې او غوښتنې څه دي؟ او ایا افغانستان پر سم لوري روان دی؟ د نوې لارې په دې خپرونه کې مو له خپلو مېلمنو سره په همدې تړاو خبرې کړې دي. د بحث مېلمانه مو دي، د سیاسي چارو شنونکی ثناء الله مخلص او د افغانستان د مدنې ټولنې د فېدرېشن مشر ښاغلی صدیق انصاري. بشپړه خپرونه دلته واورئ.