ایران وايي د روان لمریز کال په لومړۍ نیمايي کې به د هرات-خواف رېل پټلۍ چارې بشپړې شي. د ایران د هوایي او ځمکنیو لارو مسوولینو رسنیو ته ویلي ددغه پټلۍ ۹۰ سلنه چارې بشپړې شوې دي او ټاکل شوې د روان لمریز کال په لومړۍ نیمایي کې یې چارې بشپړې او ګټه اخیستنې ته وسپارل شي. دوی وایي دغه پټلۍ د افغانستان او ایران دواړو لپاره مهمه ده. د سرچینې په خبره هرات-خواف پټلۍ به افغانستان له چابهار بندر او ایران د مرکزي اسیا له هېوادونو سره وصل کړي. دوی ویلي چې دغه پټلۍ په ایران کې د پټلیو له عمومي شبکې سره وصل ده چې له دې سره به د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګرۍ او ترانزیت کې ګڼې نورې اسانتیاوې هم رامنځ ته شي.