د ا.ا.ا تر اوسه پورې د هېڅ هېواد لخوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو داسې ویل کېږي، چې یو شمېر ګاونډي او د سیمې هېوادونه به یې ژر په رسمیت و پېژني. بلخوا د یو شمېر هېوادونو لوړي پوړي چارواکي کابل ته راځي او له ځینو نورو سره بیا خبرې روانې دي. نړۍ له ط البانو څه غواړي او ط البان ولې هغه شرطونه نه پوره کوي، چې د دوی د رسمیت پېژندلو لپاره وړاندې کېږي. د سپوږمۍ څار په نننۍ خپرونه کې مو پر همدې موضوع خبرې کړې دي. د بحث مېلمانه مو دي؛ د حقوقي چارو کارپوه عبدالشکور دادرس، د سولې د تماس ګروپ مشر محمد سنګر امیرزاده او د نړیوالو چارو شنونکی محمد شفیق همدرد. بشپړه خپرونه دلته واورئ.