د چینایي رسنیو د راپورونو له مخې چین د افغانستان د بدخشان ولایت پامیر ته نږدې په سینکیانګ ایالت کې یو هوايي ډګر جوړوي چې هر کال به د زرګونه مسافرو د تګ راتګ زمینه برابروي. چینايي حکومت په لومړي سر کې پر دغه هوايي ډګر د ۲۷۰ میلیونو ډالرو د پانګونې خبره کړې ده. ددې هوایي ډګر له لارې به هر کال تر ۱۶۰ زره پورې مسافر تګ راتګ کوي او دغه راز به ۴۰۰ ټنه سوداګریز توکي هم پکې ترانزیت کېږي. چین وایي دا د یو کمربند یوې لارې پروژې برخه ده او موخه یې هم په سیمه کې د پرمختګ او پراختیا رامنځ ته کول دي.