په کابل کې چارواکو پرېکړه کړې ده چې د کالیو ګنډلو، د ویښتانو د اصلاح کولو او ځینو نورو اړینو برخو کارکوونکو ته د ځانګړو شرایطو له مخې د کار د بېرته پیلولو اجازه ورکړي. نیږدې یوه میاشت کېږي، چې په کابل کې ګرځبندیز لګېدلی او د خوراکي توکو له دوکانونو پرته نور ټول کارو بار په ټپه درېدلی دی. په کابل کې نیږدې درې زره د ویښتانو د اصلاح او سلګونه د خیاطۍ یا د کالیو ګنډلو کاروبارونه فعال وو. د کرونا وېروس د مخنيوي لپاره د بیړني چمتووالي کمېټې پریکړه کړې چې په کابل کې د جامو ګنډونکو، سلمانیو او د بنجاره توکو پلورونکو ته د کار اجازه ورکړي، خو شرط به يې دا وي چې ټولنیز واټن به مرعاتوي.