سختې لارې، له ستونزو ډک سفرونه او جلا وطني. په کډوال خپرونه کې له جلا وطنو او بېرته راغلو سره د کډوالۍ پر ژوند او ستونزو خبرې کوو. په دې خپرونه کې مو د کابل پوهنتون له استاد محمود مرهون سره چې اوسمهال په هند کې په دوکتورا اخیستو بوخت دی، د کډوالۍ پر ژوند خبرې کړې دي. بشپړه خپرونه دلته اورېدلای شئ.