نن له پنځه کلونو وروسته په عمان کې د کرکټ نړیوال شل اوریز جام سیالۍ پیلېږي. د یاد ټورنمنټ لومړۍ لوبه به د عمان او پاپو نیوګینا ترمنځ د افغانستان پر وخت ماسپښین دوه نیمې بجې او دویمه هغه به بیا د بنګله دېش او سکاټلنډ ترمنځ په شپږ نیمو بجو پیل شي. د کرکټ نړیوال شنونکي وایي ښایي دا جام هندوستان او یا هم ویس انډیز لوبډله وګټي خو دا هم وایي چې افغانستان به تر نیمه پایلوبې ورسېږي. د شنونکو په خبره، افغان راشد خان به د دغه نړیوال جام تر ټولو خطرناک ورو توپ اچوونکی وي او د دوی په خبره، هغه به تباهي جوړه کړي. د کرکټ ګڼ لوبغاړي هم پر همدې باور دي او دوی هم وایي چې د ورو توپ اچوونکو له ډلې یې راشد خان د خوښې لوبغاړی دی.