د پیسو نړیوال صندوق له کرونا سره د مبارزې په موخه افغانستان ته ۲۲۰ میلیونه ډالر پور ورکوي. د پيسو نړیوال صندوق ځانګړي بورډ پرېکړه کړې چې له کرونا سره د مبارزې په موخه به له خپلو غړو هېوادونو سره همکاري کوي. ددغه صندوق د پرېکړې له مخې افغانستان ته هم ۲۲۰ میلیونه ډالر پور ورکول کېږي. سرچینه کاږي چې افغانستان د کرونا ویروس له اړخه له ناوړه وضعیت سره مخ دی او ددغه هېواد پر اقتصاد یې منفي اغېز لرلی دی نو ځکه دوی ورسره د ۲۲۰ میلیونه ډالر پور پرېکړه کړې ده. د پیسو نړیوال صندوق وايي تر دې دمه یې د خپلو غړو سل غوښتنلیکونه ترلاسه کړي چې له دوی یې د پور غوښتنه کړې ده. دغه پورونه د ځانګړو اصولو له مخې وړاندې کېږي، چې پور اخیستونکي به د کرونا ویروس د پراختیا له امله د ګټې په ورکړه مکلف نه وي. غړي هېوادونه په کال کې دوه ځله د پور غوښتنه کولی شي او تر لسو کلونو پورې به دغه پورونه بېرته پرې کوي.