د افغانستان په اړه د روسیې په نوښت او کوربه توب غونډه جوړه شوې وه، چې پر یاد هېواد سربېره، د پاکستان، چین، ایران، هند او د منځنۍ اسیا د هېوادونو استازو د طالبانو له چارواکو سره پکې برخه اخیستې وه. د غونډې ګډونوالو پر نړیوالو غږ کړی چې د افغانانو ملاتړ وکړي او اندېښنه یې څرګنده کړه چې د افغانستان هر راز ماتې د سیمې ثبات له ګواښ سره مخامخ کولی شي. د سپوږمۍ څار په دې خپرونه کې مو پر همدې موضوع خبرې کړې دي. د بحث مېلمه مو د حقوقي چارو کارپوه ښاغلی عبدالشکور دادرس دی. بشپړه خپرونه دلته اورېدلای شئ.