په افغانستان کې د ځمکنیو توتانو د کرلو فرهنګ تر بل هر وخت غوړېدلی او اوس د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې بزګر ځمکني توت کري، چې ښه حاصل هم ورکوي.
په کندهار کې هم ډېری بزګرو د ځمکنیو توتانو کرلو ته مخه کړې ده او اوس یې د حاصلاتو د ټولولو وخت دی. ثناالله صیام د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکی هغه بزګر دی، چې تازه یې د ځمکنیو توتانو د حاصلاتو ټولول پیل کړي دي.
دی وایي د افغانستان د کرنې وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې اوس کروندګر هڅولي، چې ځمکني توت وکري او د کرلو مهارت یې هم ورښولی دی.
نوموړی یې له حاصلاتو خوښ دی او وایي، چې په بازار کې هم په ښه بیه پلورل کېږي. صیام وایي، د ځمکنيو توتانو هر بوټی هرځل له يوه تر يونيم کيلو ګرامو په پرله پسې ډول ترڅلورو کلونو پورې حاصل ورکوي.
ځمکني توت د سرطان په مخنیوي، د مفاصلو د التهاب د پاکوالي او نقرس ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره خورا ګټور دي.
دا چې دغه مېوه په خپل ترکیب کې په زیاته کچه انتي اکسیدان لري، نو په ټوله کې د ناروغیو پر وړاندې د بدن مقاومت لوړوي او د پوستکي لپاره ګټه رسوي.
عکسونه: شینهوا خبري آژانس