د ایراني آخوندي رژیم وحشي امنیتيانو پنځوس افغان کارګران نیولي، شکنه کړي یې دي او بیا یې لاس تړلي سیند ته غورځولي دي. له دې ډلې دوولس تنه ژغورل شوي او ۴۸ نور اوبو ډوب کړي دي. په کابل کې چارواکي په دې برخه کې د څېړنو خبره کوي، خو داسې ښکاري چې دا به د نورو جنایتونو د څېړلو په شان وي او یوازې د خلکو غوسې او احساساتو ته به یو لنډمهاله ځواب وي.
د روژې په مبارکه میاشت او په داسې حال کې چې پر ځمکه د کرونا بلا را نازله ده، دغه ډول وحشت یوازې فرعوني نظامونه او اشخاص کولی شي. افغانان او افغانستان په واقعي مانا د فرعونانو او فرعوني وحشي نظامونو په منځ کې را ګېر دي. د پاکستاني استخباراتو او پوځ وحشت خو زموږ د کور کور او کلي کلي کیسه ده او هېڅوک ترې خوندي نه دی پاتې، خو ایراني وحشي آخوندي نظام هم له مظلومو افغانانو سره د فرعونانو په شان چلند کوي. دا سمه ده چې افغانان غریب دي، په جګړه کې دي او ایران ته په ناقانونه ډول د کار لپاره ورځي، خو یو انسان او بیا یو څوک چې د اسلام دعوا کوي، څنګه دومره وحشي کېدلی شي چې دا غریب، بې وزله او مظلوم کارګران لاس تړلي سیند ته وغورځوي!؟ له دې ښکاري چې د دوی د ښه ګاونډیتوب، مسلمانۍ او دوستۍ ټولې ادعاوې دروغ دي. دوی وحشیان او ظالمان دي چې د یوویشتمې پېړۍ پر مظلومو او بې ګناه انسانانو دا ډول ظلمونه کوي. ایراني آخوندي رژیم چې د اسلام ماسک یې اچولی، تل له افغانانو سره همداسې ظلمونه کوي او خپل فرعونیت ثابتوي. دوی نه یوازې له افغانانو سره، بلکې په سوریه، یمن او نورو مظلومو او جنګ ځپلو سیمو کې هم د خپلو فرعوني موخو لپاره همداسې وحشتونه کوي.
د همدغو فرعوني ګاونډیو هېوادونو د شرارت له امله موږ نه یوازې په خپلمنځي جګړه کې یو، بلکې له امریکايي اشغال سره هم مخ یو. زموږ د فرعوني ګاونډیو نظامونو دا نه لومړنی وحشت دی او نه به هم وروستی وحشت وي. دوی به بیا بیا همداسې جنایتونه او وحشتونه وکړي، څو د خپل فرعونیت تنده خړوبه کړي، خو نور باید موږ د دغه ډول وحشتونو اجازه ور نه کړو. د اوس لپاره باید همدا وروستی وحشت په جدي ډول تعقیب شي، هر افغان باید دا جنایت وغندي، د دغه جنایت په اړه خبرې وکړي او ټولو نړیوالو ته د ایراني وحشي امنیتیانو دغه جنایت ورسوي. دا جنایت باید هېر نه شي او بیا بیا یاد شي او په نړیواله کچه ترې یوه غوغا جوړه شي.
له دغو فرعونانو او فرعوني نظامونو، دوی ته له احتیاج او د دوی له وحشت څخه د خلاصون لپاره اصلي او بنسټیزه لاره دا ده چې نور موږ خپلمنځي ستونزې او جګړې پرېږدو او یو بل ته لاس ورکړو. تر هغو چې موږ له یو بل سره په جګړه کې وو، تر هغو چې موږ له یو بل څخه کرکه کوو او تر هغو چې موږ یو بل ته لاس ور نه کړو، نو همداسې به موږ څوک لاس تړلي سیند ته غورځوي او څوک به مو هم په ډله ییز ډول وژني. پکار ده له دې پېښې عبرت واخلو او نور د سولې او یووالي لوري ته ګامونه چټک کړو، څو له دغو شریرو فرعوني ګاونډیو نظامونو خلاص شو.