د کرونا ویروس د خپرېدو او نړیوال کېدو له کبله سلګونه هغه کسان په مالدیف کې بند پاتې دي، چې د سیل او چکر لپاره دغه هېواد ته تللي وو. ددغه هېواد توریزم د صنعت وزیر علي وحید وایي نیږدې ۵۰۰ بهرني سیلانیان په دې جزیره او سل نور بیا په هوایي ډګر کې بند پاتې دي، چې نه شي کولای بېرته خپلو هېوادونو ته د هوا له لارې لاړ شي. نوموړی وایي، له ځینو کسانو سره د مالدیف دولت مرسته کوي او ورځنی لګښت یې ورکوي. د مالدیف ۲۸ سلنه ناخالص کورني عواید د توریزم له صنعت څخه دي. اوس چې کرونا ناروغي خپره شوې ده په مالدیف او ځینو نورو دغه ډول هېوادونو کې د توریزم صنعت په ټپه درېدلی او ددې هېوادونو اقتصاد ور سره خراب شوی دی.